"د افغان لوري قانع کول د شاهد خاقان لپاره لوی چیلنج دی"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ښو اړیکو لرلو پر وړاندې لوی خنډ د پاکستان پوځ دی

پاکستاني ورځپاڼو افغانستان ته ددغه هیوواد د لومړي شاهد خاقان عباسي د سفر په اړه بیلابیل مطالب خپاره کړي دي. د پاکستانۍ ټیلي ټایمز خپرونې په یوه مطلب کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو پر وړاندې ننګونو ته اشاره کړې او کښلي یې دي:

د پاکستان لومړي وزیر ته لومړی او تر ټولو لوی چیلنج دادی چې افغان مشرتابه قانع کړي چې د دوی قول او فعل یو دی او په دې لاره کې په دقت پرمختګ کوي چې په کور دننه د لیکوال په وینا چاودنې ته د ورته حالت مخه ونیول شي.

بل چیلنج چې دواړه پاکستان او افغانستان ورسره مخامخ دي هغه له امریکا او روسیې سره په خپلو اړیکو کې توازن ساتل دي. د لیکوال په وینا دا چې په اسلام اباد د مسکو نوې مينه راغلې، دا ټکی هم باید په پام کې ونیول شي.

لیکوال زیاتوي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ښو اړیکو لرلو پر وړاندې لوی خنډ د پاکستان پوځ دی. دی وايي د پاکستان پوځ د افغانستان او هند نږدیوالې ته په اندیښنه کې دی ځکه دواړه د امریکا له عینکو پاکستان ته ګوري.

پاکستانۍ ورځپاڼه ډان

بله پاکستانۍ ورځپاڼه ډان کابل ته د ښاغلي عباسي د سفر په اړه لیکي، افغانستان ته د نوموړي سفر د هغو هڅو په لړ کې کیږي چې پاکستان یې د ولسمشر محمد اشرف غني د سولې وړاندیز د ملاتړ لپاره کوي.

ورځپاڼه زیاتوي طالب چارواکو دا منلې چې دوی د دوستو هیوادونو له خوا له فشار سره مخامخ دي چې باید د سولې او روغې جوړې خبرې وکړي.

د ورځپاڼې د ادعا له مخې طالبان وايي د همدې فشار له امله یې له امریکا سره د خبرو وړاندیز کړی.

د ایغور مسلمانانو جبري سیاسي زدکړې

یوې امریکايي خپرونې لیکلي، د امریکا د کانګرېس غړو د دغه هېواد له حکومته غوښتي چې پر چین فشار راوړي چې د سیاسي زدکړې مرکزونو ته د سلګونه زره ایغور مسلمانانو له استولو ډډه وکړي. په دې ډله کې د هغو خبریالانو د کورنیو لسګونه غړي هم شامل دي چې د اسیا لپاره له ازادۍ راډیو سره کار کوي.

د کانګرېس دوه غړو په چین کې د امریکا سفیر ته په یوه لیک کې ویلي داسې کره راپورونه شته چې له ۵۰۰ زرو تر یو میلیون ایغوري مسلمانان د چینايي چارواکو له خوا په زوره اړ کړل شوي چې څو میاشتې د دولت له خوا د سیاسي روزنې په پروګرامونو کې برخه واخلي.

دغو سناتورانو دا کړنه په نننۍ نړۍ کې د ډله ییز زندان تر ټولو لویه پیښه بللې ده.

ورځپاڼه ځینې ایغور مسلمانان یوازې له دې امله زنداني شوي چې لمونځ کوي، اسلامي جامې لري او یا یي هم خپل خپلوان له چینه بهر اوسیږي.

برتانوۍ ګارډین ورځپاڼه

ګارډن ورځپاڼې په لندن کې د چاقو او نورو ورته وسلو د کارولو وروستیو پیښو په اړه یو مطلب خپور کړی او لیکي چې په تیرو درې میاشتو کې دا ډول څه باندې پنځوس تنه وژل شوي دي.

د دا ډول تازه پیښو پنځه یوازې تیره شپه شوي چې پنځه تنه پکې ټپيان شوي دي.

د لندن یوه پخواني پولیس ګارډین ته ویلي داسې ښکاري چې دلندن پولیس د دغه هېواد کنټرول له لاسه ورکړی.

په پام کې ده چې رالتونکې اونۍ د بریتانیا د کورنیو چارو وزیره امبر رډ د زورزیاتي د پيښو د مخنیوي لپاره نوې ستراتیژي په ډاګه کړي.