"روسيه طالبانو ته وسلې ورکوي خو څوک دې خبرې ته غوږ نه ږدي"

د انځور حقوق Getty Images

يو. اس. اې ټوډې ورځپاڼې "روسيه طالبانو ته وسلې ورکوي خو څوک دې خبرې ته غوږ نه ږدي" تر سرليک لاندې يو مطلب خپور کړى.

ورځپاڼه وايي افغانستان کې زموږ جگړه روانه ده، زرگونه کسان وژل کېږي، خلک نور دغې جگړې ته پاملرنه نه کوي، روسيه پکې ښکېله شوې او ولسمشر ټرمپ هم په دې برخه کې تر ټولو کم اقدامات کوي.

ورځپاڼه زياتوي دا داسې ستونزه ده چې ظاهرا" حل لاره هم نه لري.

د ورځپاڼې په وينا د کانگرس غړي کله نا کله د افغانستان په اړه غږېږي خو په نادره داسې څه کوي چې د بدلون لامل شي.

ځکه د افغانستان په تړاو داسې څه نشته چې د دوى د سياسي بخت لپاره گټور پرېوځي. افغانستان ته د طالبانو، داعش او نورو ډلو پر وړاندې جگړې لپاره د نورو ځواکونو استولو ملاتړ د دوى څوکۍ له خطر سره مخامخولى شي او که د بشپړ وتلو غوښتنه وکړي بيا کمزور برېښي.

د ولسمشر ټرمپ اداره هم په همدې ډول زړه نا زړه ده.

روسان هم هغو کسانو ته وسلې ورکوي چې امريکا يان وژني او په دې توگه افغانستان کې د امريکا هڅې کمزوروي.

واشنگټن پوسټ:

واشنگټن پوسټ ورځپاڼې افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزير خاقان عباسي سفر مهم بللى او ويلي يې دي چې دا يو ورځنى سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترينگلو اړيکو د ښه کولو او له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د هڅو د بيا را ژوندي کولو په موخه تر سره شو.

د ورځپاڼې په وينا پاکستان انگېري يوازينى هغه اړخ دى چې طالبان د سولې خبرو اترو ته کينولى شي خو په همدې حال کې وايي چې پر اورپکو يې د اغېز په اړه مبالغه شوې ده.

د ورځپاڼې په وينا دا سفر په داسې مهال دی چې پر پاکستان د افغانستان او امريکا له لوري فشار ډېر شوى دى.

ورځپاڼې د افغانستان د اجراييه رييس عبدالله عبدالله څرگندونې هم راخيستې چې وايي له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو په لړ کې د پاکستان ملاتړ خورا مهم دى.

ښاغلي عبدالله ويلي افغانستان ته د ښاغلي عباسي سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترينگلو اړيکو په ښه کولو کې مرسته کولى شي.