"جوزجان کې داعشیانو پر نوي مشر شخړه کړې"

د انځور حقوق ANA
Image caption قاري حکمت الله تېره اونۍ له دوو ساتونکو سره د افغانستان په شمال کې د ناټو ځواکونو په هوايي ګوزار کې ووژل شو.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې د جوزجان ولايتي چارواکو په وينا ليکلي، په دغه ولايت کې د داعش د اوڅار قومندان قاري حکمت الله له وژل کېدو وروسته اوس يې د ځايناستي پر سر د داعشيانو ترمنځ شخړه را ټوکېدلې ده.

ورځپاڼې د افغان چارواکو له خولې ويلي، د هغوى خپلمنځي نښتې د دې لامل شوې چې ونه توانېږي د درزاب ولسوالۍ مرکز له افغان امنيتي ځواکونو ونيسي.

ورځپاڼه زياتوي قاري حکمت الله نه يوازې په جوزجان ولايت کې د داعش مشري کوله بلکې په فارياب او سرپل ولايتونو کې شته داعشيان يې هم تر قومندې لاندې وو، خو اوس يې دوى پر ځايناستي سره نه شي سلا کېدلى.

* "جوزجان کې د داعش مهم قومندان وژل شوی"

پاکستانۍ ډاڼ ورځپاڼه

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې خپله سرليکنه افغان سولې ته ځانگړې کړې او وايي که افغانستان طالبانو سره د بې قيدو شرط خبرو په تړاو خپلې ژمنې پوره کړي، نو پاکستان بايد خپل ټول وس وکاروي چې طالبان د سولې خبرو اترو ته کېني.

ليکوال وايي افغانستان کې راتلونکې جګړې ښايي ډېرې خونړۍ وي، يو دليل يې دا دى چې ولسمشر ټرمپ اورپکو پر وړاندې جګړه کې پر امريکايي ځواکونو لګول شوي محدوديتونه لېرې کړل او نور واک يې ورکړ.

ورځپاڼه ټينګار کوي چې سره له دغو ستونزو د سولې هلې ځلې بايد له پامه و نه غورځول شي.

افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزير وروستي سفر ته په اشاره ورځپاڼه وايي د افغان او پاکستاني مشرانو دغه راز کتنې په دې برخه کې مرسته او د دواړو هېوادونو ترمنځ شته شکونه کمولى شي.

ليکوال وايي د افغانستان او پاکستان ترمنځ ناباورۍ او مخالفتونه داعش ته د ښه فعاليت زمينه برابروي او نه ښايي چې دغه ١٨ کلنه جګړه په لا مرګونې هغې واوړي.

انډين اېکسپرېس:

انډين اېکسپرېس ورځپاڼه وايي پاکستان غواړي له روسيې پر مخ تللي پوځي وسايل لکه د هوايي دفاع سيستمونه، جنګي جیټ الوتکې او شوبلې (ټانکونه) تر لاسه کړي.

ورځپاڼې د پاکستان دفاع وزيرخرم دستګير په وينا ليکلي چې هېواد يې له روسيې د وسلو پېرلو ته لېوال دى.

ورته مطالب