د فلیپین غرونو کې د مړو ځوړند تابوتونه

. د انځور حقوق Getty Images

په ژوند پسې مرګ راځي، د هر مذهب خلک د خپل مړي ښخولو ته بېلابېلې لارې لري. ځینې مذهبونو کې مړي ښخېږي، ځینې یې سوځوي، خو په نړۍ کې داسې هېواد هم شته چې خپل مړي له تابونو سره د هسکو غرونو په ګړنګونو کې ږدي.

د فلیپین د غرونو د لړۍ په شمالې برخه کې د سګاډا په نامه یو ښار دی.

د دغه ښار اوسېدونکي د خپلو مړو ښخولو د ځانګړي دود له امله په نړۍ کې مشهور دي.

په دغه سیمه کې له پیړیو راهیسې د ایګوروټ قوم استوګن دي.

د فلیپین له پلازمېنې مینیلا څخه تر سګاډا پورې شاوخوا ۴۰۰ کیلومټره واټن دی او ورتګ یې هم له ستونزو خالي نه ده.

په سګاډا کې د مړو ښخولو یو ځانګړی دود شته چې ریښې یې شاوخوا ۲۰۰۰ کلونو ته رسېږي.

* مصر ته له امريکا فرعوني تابوت بېرته ستون شو

* په اندونیزیا کې له مړو سره ژوند

* د چاوېز مړی مومیا او نندارې ته اېښودل کېږي

ایګوروټ قوم د خپلو مړو تابوتونه پخپلو لاسونو جوړوي، خو په دومره توپیر چې په تابوت کې ایښی مړی قبر کې نه، بلکې د غرونو په ګړنګونو کې ځړوي.

د یګوروټ قوم د باورونو له مخې، هغه مړي چې ازادې هوا ته ايښودل شوي، له خپلو پلرونو او نیکونو سره نږدې کېږي چې په ډول هیڅکله له خپل او خپلوانو نه لرې کېږي.

تابوتونه څنګه جوړېږي؟

د سیمي دودپالي لومړی له لرګیو تابوت جوړوي، بیا یې په رنګونو ښکلی کوي او د تابوت پر یوې څنډې د مړې نوم او پته لیکي.

مخکې له دې چې مړی په تابوت کې کېږدي، لومړی د لرګیو یوه څوکۍ د تابوت په منځ کې ږدي او بیا دې څوکۍ ته د مړي څوکۍ نوم ور کوي.

د انځور حقوق Getty Images

دغه څوکۍ د انګور په جیلغونو او پاڼو تړي او یوه بړستن ورباندې اچوي.

د مړې خپل او خپلوان د تابوت تر ځړولو وروسته څو ورځې سیمې ته تګ راتګ کوي، دا چې تابوت له انګورپاڼو ډکوي، نو ځکه د مړي د ورستېدو بوی نه احساسېږي.

د تابوت اوسنۍ او پخوانۍ اندازه

پخوا د یګوروټ قبیلي د مړو د تابوتونو اندازه تر یوه متره رسېده.

لومړی به یې مړی پر څوکۍ کېناوه، خپلوانو به یې ور سره خدای پاني وکړه او مړی به یې په همدې یو متر تابوت کې په زورونو او ټېلو ځای پر ځای کاوه.

ان تر دې چې د تابوت د تنګوالي له امله به د مړي ځیني هډونه هم ماتېدل.

خو اوس د تابوت اندازه اوږده شوې او د یو متر پر ځای له دوه متره تابوت څخه ګټه اخلي.

د انځور حقوق Getty Images

غرونو کې د تابوتونو ځوړندول

د غره په ډډه کې د تابوت د کلکولو لپاره لومړۍ په غره کې مختبېلې (میلې) ټک وهي او بیا تابوت پر همدغو مختبېلو پورې ځوړندوي.

دا چې په تابوت کې یې مړی له انګورپاڼو سره یو ځای ایښی وي، د وخت په تېرېدو له تابوت څخه اوبه څڅېږي، چې خلک دغه اوبه د نیکمرغۍ نښه بولي او تر څاڅکو لاندې یې درېږي.

د تاریخ پاڼې وايي، پر فلیپین سربېره د اندونیزیا او چین په ځینو سیمو کې هم ورته د مړو ورته دود شته خو اوس مهال په فلپيین کې هم دغه دود یوازې تر سګاډا کلي محدود دی.

له تېرو څو کلونو راهیسې د سګاډا د دغه دود د نړیوالو ګرځنډویانو پام د ځان پر لور کړی او ډېر خلک یې د هدیرو لیدو ته ځي.

سګاډا ته د ګرځندویانو د ډېر ورتګ له امله دغلته کارونه ډېر شوي او د خلکو اقتصادي وضعیت په ښه کېدو شوی دی.

د انځور حقوق Getty Images

اړونده مطالب

ورته مطالب