چین کې د مور او پلار له مړینې څلور کاله وروسته ماشوم زېږېدلی

د انځور حقوق Science Photo Library
Image caption دغه ماشوم له کنګل شوي جنین وروسته یوې سروګېټ مور ته زېږېدلی.

په چین کې یو ماشوم د مور او پلار له مړینې څلور کاله وروسته یوې "سروګېټ" یا کرایي مور ته زېږېدلي.

ویل کېږي چې د دې ماشوم مور او پلار په ۲۰۱۳ کې په یوه موټر ټکر کې مړه شول، خو کنګل شوی جنین یې د (ای وي ایف) ټکنالوجۍ له لارې د بلې مېرمنې په ګېډه کې په ماشوم بدل شو.

دغه ماشوم په لاوس کې یوې سروګېټ یا کرایي مور ته زیږېدلی.

د دې وژل شوې جوړې میندو او پلرونو په محکمه کې یوه اوږده قانوني قضیه تېره کړې او بالاخره توانېدلي د لمسي مسوولیت واخلي.

دا لومړی ځل دی

دا کار مخینه نه لري. دا لومړی ځل دی چې دغه ډول یوه پېښه رامخې ته شوې.

دغه جنین د نانجینګ ښار روغتون کې په منفي ۱۹۶ درجه تودوخه کې ساتل شوي وو.

په چین کې ماشومان. د انځور حقوق China Photos
Image caption دغه ماشوم چې تیانتیان نوم پرې ایښودل شوی، اوس یې د تابعیت پر سر ستونزه را پيدا شوې.

محکمې په پرېکړه کې دغو ۴ نیکه او نیا ته د دغه ماشوم پر سر حق ورکړ چې جنین یې وکارول شي.

خو د دغو جنینو د لېږدولو حق وروسته له هغه ورکړل شو چې په بل روغتون کې یې د ساتلو ځای چمتو پيدا شو.

دا چې په چین کې سروګېټ یا کرایي مور په مرسته اولاد زېږول غیر قانوني دي، ځکه نو دوی له چینه بهر خپلې ستونزې ته حل وموند.

د تابعیت ستونزه

دغو نیکونو او نیاګانو بالاخره وکولی شول چې په لاوس کې یوه مېرمن ومومي چې دغه ماشوم په خپله خېټه کې لوی کړي.

هېڅ الوتکې د دغه جنین وړلو ته زړه نه ښه کاوه، ځکه نو دوی دا د موټر له لارې لاوس ته ورساوه.

دغه ماشوم چې تیانتیان نوم پرې ایښودل شوی، اوس یې د تابعیت پر سر ستونزه را پيدا شوې.

د نیا او نیکه څخه یې ډي این اې واخیستل شوه چې دا ثابته کړې چي د دوی د اولادونو اولاد دی، له دې وروسته ماشوم ورته وسپارل شو.

اړونده مطالب