د سري دېوي خوب له مړینې وروسته پوره شو

سري دیوي د انځور حقوق CHANDNI MOVIE/YASHRAJ FILMS

د هند سینما د روان کال د ملي فلم او دادا صاحب پهالکي جایزو د ګټونکو کسانو نومونه اعلان کړل، سري دېوي او ونود کهنه د بالیووډ هغه نوموتې څېرې دي چې له مړینې وروسته د دې جایزو ګټونکي شول.

سري دېوي ته د ملي فلم او ونود کهنه ته د دادا صاحب پهالکي جایزه په داسې حال کې ورکول کېږي چې د هند سینما دا دوه ستوري دې نړۍ کې نشته.

د هند سینما دغه دوه نوموتي لوبغاړي په ۱۹۸۶ کال کې د چاندني په عشقي فلم کې یو ځای لویبدلي دي.

د هند خبریالې ادارې پي ټي ای د خبرو مطابق په ۱۹۸۶ کال کې سري دېوي په چاندني فلم کې د ښه لوبېدلو لپاره د غورې اداکارې جایزې ته نومانده وه، خو بریالۍ نه شوه چې دغه جایزه خپله کړي.

"د سري دېوي سترګې زړه وړونکې وې"

د سري دېوي هنر، خدا ګواه فلم او افغانستان

د سري دېوي پر ناڅاپې مړينه نړیوال غبرګونونه

سري دېوي د "تصادفي ډوبېدو"له امله مړه شوې

سري دیوي دوبۍ کې د روان کال فبرورۍ په ۲۴ د ۵۴ کلنو په عمر مړه شوه، نوموړې دوبۍ ته واده کې د ګډون په موخه له خپل مېړه او لور سره تللې وه.

ونود کهنه د تیر کال اپریل کې د ۷۰ کلنۍ په عمر د سرطان له امله ومړ هغه له ۱۰۰ په ډېرو فلمونو کې لوبېدلی و.

ونود کهنه په ۱۹۴۶ کال کې پېښور کې زېږېدلی و، نوموړی د خپل ښه شخصیت او ښې کارکردګۍ له امله د هند سینما وتلی ستوری شو او د فلم په نړۍ کې یې نوم جوړ کړ.

په ۷۰ او ۸۰ لسیزو کې یې نوم د بالیوډ د مشهور اداکارانو په ډله کې شمېرل کېده.

د هغه لومړنی فلم 'من کا کيټ' وو چې دی پکې له سنیل دت سره یو ځای لوبېدلی و.

نوموړی لومړی 'پورب اور پچهم'، 'مېرا دېش مېرا ګاو' ټولنیزو فلمونو کې ښکاره شو او بیا وروسته د اتل په رول کې ولوبېد.

د ملي فلم او دادا صاحب پهالک جایزې د هند سینما تر ټولو معتبر ايوارډونه دي چې هر کال د هند حکومت او فلمي فیسټیوالونو لخوا ورکول کېږي.

د دې جایزې ۶۵ ګټونکو ته به د مې په درېمه د هند په پلازمېنه نوې ډیلي کې دا جایزې ورکړل شي.

اړونده مطالب

ورته مطالب