په 'کوردننه ګډوډۍ' له امله د جنوبي افریقا ولسمشر د لندن سفر نیمه کې پرېښود

. د انځور حقوق Reuters
Image caption ښاغلي راماپوزا د بهرنۍ پانګې د جذبولو لپاره په لندن کې د مشترک المنافع هېوادونو په کنفرانس کې ګډون کړی و

د جنوبي افریقا ولسمشر سیریل زاماپوزا ' په لندن کې د مشترک المنافع هېوادونو کنفرانس په نيمه کې پرې ايښی او خپل هېواد ته ستون شوی دی.

ښاغلی راماپوزا په کوردننه په پیل شويو لاریونونو کې د تاوتریخوالي پېښدو له امله خپل سفر نیمه کې پرې ايښی دی.

د جنوبي افریقا په شمال لوېدیځ ولایت کې هغه لاریون په تاوتریخوالي واوښت چې برخه والو یې په دغه ولایت کې د کار، سرپنا او فساد له منځه وړلو غوښتنه کوله.

په دغه ولایت کې هټۍ لوټل شوي، لارې تړل شوي او او ملي بسونه اور اچول شوی دی.

ښاغلي راماپوزا له تېرو دوو میاشتو د دغه هېواد ولسمشر دی او د لندن په کنفرانس کې یې د بهرنۍ پانګې جذبونې په پار ګډون کړی و.

د جنوبي افریقا په شمال لوېدیځ ولایت کې له تېرې چارشنبې لاریونونه پيل شوي دي. لاریونوال د دغه ولایت د والي ګوښه کېدل غواړي چې د ښاغلي راماپوزا همګوندی دی.

د ولسمشر دفتر ویلي، ښاغلي راماپوزا به نن جمعه د اپرېل ۲۰مه د شمال لوېدیځ مهیکینګ ولایت له ځايي مشرانو سره وګوري.

د راپورونو له مخې، د ماهیکینګ ولایت لارې او کوڅې د تېرې پنجشنبې ورځې د نښتو او چور تالان له امله شاړې دي.

ښاغلي راماپوزا له خلکو د نه تاوتریخوالي غوښتنه کړې او پولیسو ته یې امر کړی چې وضعیت کابو کړي.

د ځايي رسنیو د راپورونو پر بنسټ، وروسته له هغه چې لاریونوالو بسونو او ټایرونو ته اور ورته کړ او د موټرو ښيښې یې ماتې کړې، نو پولیسو د اوښلن ګاز په کارولو د هغوی د تیت او پرک کولو هڅه وکړه.

پولیسو ویلي، ۹ لاریون کوونکي یې نیولي دي.

ښاغلي راماپوزا چې تر 'جیکوب زوما ' وروسته د دغه هېواد ولسمشر شو، نو د جنوبي افریقا د اقتصاد پیاوړي کول یې اصلي ژمنه وه.

د جنوبي افریقا لپاره د 'جیکوب زوما ' د کلونو ولسمشرۍ میراث ټیټه اقتصادي وده او ډېره بې روزګاري ده.

ښاغلی زوما د فساد له ګڼو تورونو سره مخامخ دی.

'سیریل زاماپوزا ' له بلومبرګ ټلوېزیونې شبکې سره پخپله وروستۍ مرکه کې ویلي، د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره، پلان لري ۱۰۰ میلیارده ډالره بهرنۍ پانګه جذب کړي.

هغه زیاته کړې وه، هېواد یې د فساد د لمنځه وړلو هوډ لري.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د جنوبي افريقا وګړي کورونو کې پر خپل امنيت او خونديتوب ميليونونه لګوي، ګورو چې د امنيت ساتلو کاروبار په کې څنګه په غوړېدو دی.

ورته مطالب