د لوست پر مهال چټ کول

د انځور حقوق Getty Images
Image caption خو آیا دا به ستونزه حل کړي چې یوه تنکي ځوان ته ووایاست چې موبایل بند کړي؟

ایا تاس کولی شئ چې ازموینو ته د چمتو والي پر مهال هم لوست وکړئ او هم څو ځایه چټ کې بوخت شئ؟

آیا تنکيو ځوانانو رښتیا هم دومره وړتیا ترلاسه کړې چې په یوه وخت کې دې څو ډوله شیانو لکه سنپ چټ، وټس اپ او انسټاګرام ته لیکلي پیغامونه واستوي، پر یوټیوب ویډیوګانې وګوري او پر همدې وخت دې زده کړې وکړي؟

په برتانیا کې دا مهال د ښوونځي او پوهنتون ازموینو د چمتو والي وخت دی، پلرونه او میندې به خپله سلا مشوره ورکوي، په دې به ډاډه وي چې که خپلو اولادونو ته هر څه ووایي تر منځ مو جنجال جوړېږي.

او د دغه اوږده لست په سر کې چې ستاسو پر مخ به مو اولاد دروازه در پورې کړي دوی ته ستاسو سلا دا وي چې "موبایل دې بند کړه" او پام دې سبق ته واړوه.

په یوه وخت څو کاره کول

آیا ځوانان په رښتیا هم په یوه وخت څو بېلابېلو کارونو ته پام ورکولی شي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا امکان نه لري چې هم په خواله رسنیو چټ وکړي او هم انلاین ویډیو وګوري او د دې تر څنګ زده کړې وکړي.

ټام بینیټ یو ښوونکی، پلار او د برتانیا د حکومت په ښوونځیو کې د کړو وړو سلاکار دی.

دی وایي دا (اسطوره) ده چې که ومنو چې ځوانان کولی شي هم په خواله رسنیو چټ وکړي او هم انلاین ویډیو وګوري او د دې تر څنګ زده کړې وکړي.

ښاغلی بینیټ د ریسرچ ایډ (ResearchEd) ډلې بنسټ ایښوودونکی او مشر دی.

دا بنسټ د زده کړو څېړنه د ښوونکو تر منځ خپروي او دی وایي چې ټول شواهد دا ښيي چې انلاین بوختیا د خلکو زده کړې ته تاوان رسوي.

دی وایي چې د لوست تکرارول توجه او جدي پاملرنې ته اړتیا لري، خو دا هغه څه دي چې د نن سبا خواله رسنیو اړتیا ته په کتو یې امکان کم شوی.

نوموړی زیاتوي "دا د ښوونکو او مور او پلار لپاره جدی اندېښنه ده."

ځوانان کولی شی ځیرکو ټلیفونونو باندې روږدي شي، ښاغلی بینیټ زیاتوي، ځکه دوی تل د ځواب او نویو شیانو په موخه موبایل ګوري.

پر ټلیفون بندیز

ښاغلی بینیټ وایي د انلاین کلچر له لاسه لومړۍ قرباني کورنی کار وي، د دې تر څنګ کم خوب او اندېښنه هغه ورسره مله دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په ټلیفون بندیز د زده کوونکو لاسته راوړنې غوره کوي.

دی وایي "هغه ماشومان چې ډېر تر اغیز لاندې وي تر نورو به وروسته پاتې وي."

داسې نړیوالې څېړنې هم شوي چې د نوموړې دا اندېښنې رښتیا ثابتوي.

د امریکا په باسټن کې یوه څېړنه چې د ماساچوسټس انسټیټیوټ او ټکنالوجي (MIT) اکاډمیکې ډلې هم پکې برخه درلوده، ښيي چې هغه کسان چې دېرې خواله رسنۍ کاروي په اکاډمیکه برخه کې تر ټولو کمزوري دي.

امریکايي څېړوونکو ورته پایلې د انګلستان په ښوونځیو کې هم موندلي چېرته چې موبایل ټلیفونونو باندې بندیز دی او لږ تر لږه د ورځې په یوه برخه کې دوی پیغام او خواله رسنیو ته لاسرسی نه لري.

لویز فیلپ بېلاند د لویزیانا ایالتي پوهنتون او ریچارډ مرفي د د ټیکزاس پوهنتون څخه دې پایلې ته رسېدلي "په ټلیفون بندیز نه یوازې د زده کوونکو لاسته راوړنې غوره کوي، بلکې هغه ماشومان چې له وروسته پاتې او بې وزله کورنیو څخه دي هغوی هم ډېره ګټه ترې پورته کوي."

د سټانفورډ پوهنتون یوې پخوانۍ څېړنې ښودلې وه چې خلکو ته څو ډوله پر لیکه پام اړولو بوختیاوې ورکول هېڅکله د دوی د غبرګون نه چټکوي، دې کار دوی تنبل کړي او د یادښت یې ور کمزوری کړی.

لرې کول ستونزه حلوي؟

خو آیا دا به ستونزه حل کړي چې یوه تنکي ځوان ته ووایاست چې موبایل بند کړي؟

د ستونزې یوه برخه دا ده چې کله کوم زده کوونکی ازموینې ته چمتووالی نیسي نو د لوبو او ساتیرۍ وسایل ترې یو کلیک لرې وي.

خواله رسنۍ په هماغه سکرین وي چې دوی زده کړې پرې کوي.

چټ د انځور حقوق Getty Images
Image caption آیا ځوانان په رښتیا هم په یوه وخت څو بېلابېلو کارونو ته پام ورکولی شي؟

د پوهنتون څېړونکي ډاکټر سانډرا وایي دا سمه لاره نه ده چې ماشومانو ته ووایو تیلیفون یا بل څه (بند) کړي.

ښه لاره یې دا ده چې خبرې ورسره وشي، د مخالفت پر ځای ورسره خبرې وشي چې دغه کار مو وخت بې ځایه تېروي او پر ځای دې یې زده کړې وکړي.

د بدلون پر لور

څېړونکې سانډرا وایي دوی کېدی شي چټ او د ازموینو لپاره زده کړې د خوالې په نامه ګډ کړي. خو څیړونکي زیاتوي چې خواله رسنۍ اندېښنې زیاتوي.

دا وایي دا لکه چټک چمتو شوي خواړه داسې دي، چې سمدستي خوند کوي، خو اوږدمهاله پښېماني لري، او وروسته دا فشار هم راوړي چې څنګه د نورو ماشومانو په منځ کې ځان ته ځای ومومي.

ټام بینیټ وایي چې پلرونه او میندې هڅه کوي ځان بدلونونو باندې پوه کړي.

خو دی وایي د دې ستونزې په هکله پوهاوی زیات شوی، او د ازموینو نږدې وختونو کې په سبق پاملرنه زیاته شوې.

دی وایي "کیدی شي دا د بدلون ټکی وي."