"ایران د هلمند سیند د اوبو له کموالي افغانستان ته شکایت وکړ"

د انځور حقوق Getty Images

ایرانۍ ورځپاڼه فایننشیل ټریبیون وايي ایران د هلمند اوبو پر سر د بندونو د جوړولو له امله افغانستان ته شکایت وکړ.

ورځپاڼه د دغه هېواد د انرژۍ وزیر رضا اردکانیان له خولې وايي، د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په یوه رسمي لیک کې افغانستان ته شکایت کړی.

نوموړي ویلي د هلمند اوبه چې وړاندې د ایران سیستان بلوچستان ایالت ته په ډیره اندازه ورتللې د تیرکال په اوږدو کې کمې شوې دي.

ورځپاڼه د وزیر له قوله هغې هوکړې ته اشاره کوي چې په ۱۹۷۲ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوه.

خو دا ایرانی چارواکی وايي هغه هوکړه د ایران په ګټه نه وه او د هلمند په اوبو کې ایران ته له لس سلنې هم لږه برخه منل شوې ده.

ډان:

ډان ورځپاڼې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزۍ د غوړیدو په اړه یوه مطلب کې ویلي چې یوه طرحه وړاندیز شوې او یوه ګډه کار ډله به یې راتلونکې میاشت په اسلام اباد کې بشپړه کړي.

ورځپاڼه زیاتوي د دې طرحې هوکړه په امریکا کې د پاکستان د اقتصادي چارو سلاکار مفتاح اسماعیل او د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي کړې او تمه ده د راتلونکې مۍ میاشتې په لومړۍ اونۍ د ګډې کارډلې غونډه وشي.

ورځپاڼه له افغانستان سره د پاکستان د راکړې ور کړې په اړه د پاکستاني لوري اندیښنو ته اشاره کوي او زیاتوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ څو کاله وړاندې سوداګري هر کال نږدې دوه نیم ملیارد ډالره وه خو اوس شاوخوا اته سوه ملیون ډالرو ته رالویدلې ده.

واشنګټن پوسټ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستان له لوري په ډیورنډ کرښه د تګ راتګ په محدودېدلو سره هم افغان- پاک سوداګري اغېزمنه شوې ده.

هم د افغان- پاک سوداګرۍ په تړون مطلب کې وايي، یو شمیر پاکستاني سوداګرو غوښتنه کړې چې له خوست ولایت سره ګډ سوداګریزه لار دې پرانستل شي.

دغه لار تېره میاشت پرانستل شوه خو له لنډې مودې وروسته بیرته وتړل شوه. د سرحدي ځواکونو ترمنځ د تیرې اونۍ نښتې دا مسله نوره هم کړکیچنه کړې ده، خو یوه پاکستاني چارواکي ورځپاڼې ته ویلي دا لار هغه مهال د سوداګرۍ پرمخ پرانیستل کیدی شي چې د دواړو لوریو قومي مشران سره جرګه شي.

په پاړه چنار کې میشتو سوداګرو ویلي د دغې لارې تړل کېدو کارو بار ته ډیر زیان اړولی دی.

انډیپنډینټ په بنګلادیش کې د میشتو روهنګيایي مسلمانو کډوالو ستونزو ته اشاره کړې او زیاتوي چې د موسمي بارانونو له امله دغه کډوال چې له ډیرو ستونزو سره مخامخېدی شي، ځکه دا ویره ده چې باران او سیلابونه به د دوی پنډغالو ته ډیر زیان واړوي او ترمنځ یې د ناروغیو د خوریدو ویره هم شته. ورځپاڼه زیاتوي همدا اوس نږدې یو ملیون روهنګیا کډوال په بنګلادیش کې ژوند کوي.