داعش په افغانستان کې څومره غښتلى دى؟

د انځور حقوق .

د هند چاپ ټایمز اف انډیا ورځپاڼې "داعش په افغانستان کې څومره غښتلى دى " تر سرليک لاندې يو مطلب خپور کړى .

ورځپاڼه ليکي ، کله چې داعش لومړى په افغانستان کې رامنځته شو، نو ليکو کې يې زياتره جنگيالي یې د باجوړ سيمې هغه پاکستاني طالبان وو چې د پاکستاني پوځ د عملياتو په پايله کې له سيمې شړل شوي و.

ورځپاڼه دارنگه وايې په هغوى کې هغه افغان طالبان هم وو چې له خپلو هغو مشرانو ناراضه شوي وو چې له جگړې ستړي شوي وو او غوښتل يې چې له تاوتريخوالي لاس واخلي او د سولې او خبرو اترو لاره غوره کړې.

ورځپاڼې ليکلي چې داعش په لومړيو وختونو کې يوازې ننگرهار ولايت کې محدودو وو، خو وايي وروستيو کلونو کې يې د افغانستان شمال او شمال ختيځ کې ځینې سيمې ولکه کړې .

ورځپاڼه ليکي د داعش ليکي د ازبکستان د اسلامي غورځنگ په هغو غړو سره پياوړې شوې چې د شمالي وزيرستان څخه تښتيدلي دي .

دوی د اسلامي دولت په نوم د افغانستان په داسې سیمو کې فعالیت کوي چې ډېری وګړي یې ازبک دي.

دا ډله په دغه سیمه کې وسلوال هم جذبوي.

ورځپاڼې افغانستان کې د داعش ډلې غړي له دریو تر پنځو زرو کسانو پورې ښودلي دي.

هشت صبح:

ر د انځور حقوق AFP
Image caption په دغه پېښه کې ۷۰ کسان ووژل او تر ۱۲۰ ټپیان شول.

خپله سرمقاله کې ليکلي د هغه ځانمرگي بريدگر چې د کابل په لويديځ کې يې پر خلکو بريد وکړ هدف د شعيه گانو وژل و او دا چې د فرقه يي ترهگرو له پاره د شعيه گانو وژل ايديالوژيکه توجيه لري.

ورځپاڼه وايي د دغه ډول بريدونو څخه د ترهگرو موخه داده چې د شعيه گانو او دولت ترمنځ درز رامنځته کړي، نوله همدې ځايه دولت ته پکار ده چې د شعيه گانو باور ترلاسه کړي .

ډان:

د پاکستان ډان ورځپاڼې د" انسانانو قاچاق د گټې وټې ښه بازار" ترسرليک يو مطلب خپور کړى .

ورځپاڼې د بلوچستان د تحقيقاتو د فدرالي ادارې د يوه پخواني مرستيال سلطان افريدي له خولې ليکلي چې هرکال له ديرشو تر څلوېښت زره پورې خلک هڅه کوي چې له بلوچستان څخه په بې قانونه ډول په تېريدو سره ځانونه اروپا، ترکيې، روسيې او منځني ختيځ ته ورسوي .

هغه وايي زياتره دغه کډوال د پاکستان له پولو تر تېرېدو وروسته د ايران له لوري نيول کېږي.

او ورځپاڼه وايي چې تيرکال ايران ٢٦ زره پاکستان له ايران وشړل.