"افغان شیعه لږکي پر رای اچونې له سره غورکوي"؟

برید د انځور حقوق Getty Images
Image caption ورځپاڼې د احمدي په نامه د يوۀ وگړي څرگندونې راخيستې چې وايي هزاره گان قلم په لاس سوله ييز خلک دي خو دغه بريد به په ټاکنو کې د هغوى پر گډون ناوړه اغېز وکړي."

واشنگټن پوست " له مرگوني بريد وروسته د کابل اندېښمن شيعه لږکي پر رايه اچونې له سره غور کوي" تر سرليک لاندې يو مطلب خپور کړى او وايي په داسې حال کې چې افغانستان کې پارلماني ټاکنې نژدې کېږي د دشت برچي بريد د خلکو ژوند او سياسي محاسبې بدلې کړي دي.

ورځپاڼې د احمدي په نامه د يوۀ وگړي څرگندونې راخيستې چې وايي هزاره گان قلم په لاس سوله ييز خلک دي خو دغه بريد به په ټاکنو کې د هغوى پر گډون ناوړه اغېز وکړي."د ورځپاڼې په وينا په لومړي ځل هزاره گان په ټاکنو کې د خپل گډون په تړاو شک څرگندوي.

کابل کې د پېژندپاڼو پر مرکز ځانمرګی برید: عکسونه

ورځپاڼې د سکاټ وردن په نامه د واشنگټن سولې انسټيټيوټ د غړي وينا ته اشاره کړې چې وايي په ټاکنو کې د وخت، کيفيت او د خلکو د گډون ترمنځ بايد يو انډول رامنځته شي.

هغه وايي دا به چارواکو لپاره عاقلانه وي چې د امنيت خوندي کولو، رايه اچوونکو ته ځان رسولو او نوم ثبتونې لپاره ډېر وخت ځانگړى کړي. هغه وايي تېرو ټاکنو کې شويو ټگيو او د خلکو ناانډوله گډون ته په کتو دا ډېره مهمه ده چې دا ټاکنې د باور وړ وي ان که د پايلو په اعلان کې ځنډ رامنځته شي.

دې نيوز:

پاکستانۍ دې نيوز ورځپاڼې هم د دشت برچي پېښې ته په اشاره ليکلي چې داعش په خپلو دغه راز کړنو غواړي افغانان د رايو له مرکزونو را وگرځوي.

Image caption ورځپاڼه وايي طالبان هم غواړي دولت او قانون پلي کوونکې ادارې کمزورې کړي او دېرې سيمې په خپله ولکه کې راولي.

ورځپاڼه وايي طالبان هم غواړي دولت او قانون پلي کوونکې ادارې کمزورې کړي او دېرې سيمې په خپله ولکه کې راولي.

ډان:

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې روسيې ته د پاکستان د پوځ مشر قمر جاويد باجوه سفر مهم بللى.

ورځپاڼه وايي روسي اړخ ويلي چې پاکستان له جيو ستراتېژيک پلوه روسيې ته مهم دى او روسيه غواړي پوځ يې له پاکستاني پوځ سره دوه اړخيزه همکاري ډېره کړي او د پاکستان له لوري هم د ورته لېوالتيا څرگندونه وشوه.

ورځپاڼه وايي ښاغلي باجوه روسيې ته ډاډ ورکړى چې له سيمې به د شخړې لېرې ساتلو په برخه کې خپلې هڅې روانې ساتي او داسې دريځونه به غوره کوي چې سيمه کې د جلا والي پر ځاى سيمه ييز پيوستون رامنځته شي.

هندوستان ټايمز:

د انځور حقوق AFP
Image caption رنبير کپور ويلي د سجيدت د ژوندانه په تړاو ترلاسه کړي مالوماتو هېښ کړى

هندوستان ټايمز وايي د مشهور فلمي ستوري سنجېدت پر له لوړو ژورو ډک ژوندانه د جوړ شوي فلم ترېلر نندارې وړاندې کېدو سره په ډېره کمه موده کې پر انټرنټ خورا ډېر وکتل شو.

دغه فلم سنجو نومول شوى او سنجېدت رول مشهور فلمي ستوري رنبير کپور لوبولى چې ويل کېږي داسې يې سينگار کړى چې په فلم کې يې سنجېدت ته ورته والى خورا ډېر شوى.

رنبير کپور ويلي د سجيدت د ژوندانه په تړاو ترلاسه کړي مالوماتو هېښ کړى. فلم کې راغلي چې سنجېدت چې مور او پلار يې هم د هندي سينما ځلانده ستوري وو د نيويارک پر سړکونو درويزه کوي.

ورته مطالب