د جنسي ځورونې د مخنیوي لارښود چاپېږي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دغه لارښود به له ښوونکو او محصلینو سره مرسته کوي.

د سکاټلند حکومت اعلان کړی چې په پوهنتونونو او کالجونو کې به د جنسي ځورونې او تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره لارښود خپروي.

په دې لارښود کې به د ښوونکو او محصلینو لپاره مشوره او روزنیز مواد خپرېږي.

د سکاټلنډ حکومت د دې لارښود او ورسره تړلي پروګرام د پلې کولو لپاره څلور لکه پاونډه بودیجه ځانګړې کړې.

حکومت پر پوهنتونونو او کالجونو غږ کړی چې په دې برخه کې مناسبې تګلارې برابرې کړي.

دا اعلان وروسته له هغه کېږي چې د سکاټلنډ د ابرډين پوهنتون یوې محصلي، چې د خپل ملګري لخوا ځورول شوې وه، ځان وژنه وکړه.

د اېملي په نامه د دې محصلې مور اوس د جنسي ځورونې او تاوتریخوالي پر ضد د عامه پوهاوي کمپاین پیل کړی.

د اېملي مور ویلي، که پخوا د سکاټلند په پوهنتونونو او ښوونیزو ادارو کې دا ډول یو لارښود یا د سلا مشورې کومه لاره چاره موجوده وای نو نن به یې لور ژوندۍ وای.

په دې لارښود کې پوهنتونونو ته لاندې سپارښتنې شوي:

-د جنسیت پر اساس د تعصب او تاوتریخوالي مخنیوی

-د یاد لارښود د پلې کولو لپاره د یوې ډلې ګومارل

-ښوونکو ته اړینه روزنه ورکول چې د جنسي ځورونې او تاوتریخوالي مخه ونیسي

-د ځورونې او تاوتریخوالي د پېښو د ثبتولو لپاره د یو مناسب ډېټابېس رامنځته کول

د سکاټلند د لوړو زده کړو وزیرې ویلي، دا د پوهنتونونو مسولیت دی چې د جنسیت پر اساس د ځورونې او تاوتریخوالي مخه ونیسي، او ښوونکو او محصلینو ته دا جرات ورکړي چې د ناوړه چلند مخنیوی وکړي.

اړونده مطالب

ورته مطالب