موزمبیق کې ۱۰۰ زره سړي د اېډز د مخنیوي په موخه سنت کېږي

په دې سیمه کې د نارینه وو پر ختنه کولو څه باندې یو میلیون دالر لګښت راځي د انځور حقوق AFP
Image caption په دې سیمه کې د نارینه وو پر ختنه کولو څه باندې یو میلیون دالر لګښت راځي

موزمبیق د جنسي اړیکې له لارې د اېډیز ناروغۍ اخته کېدو د مخنیوي په موخه د څه باندې ۱۰۰ زره سړو د سنتولو (ختنه کولو) هوډ کړی.‌

ددغه هېواد زامبیزیا سیمې روغتیايي چارواکو ویلي، دا کمپاین یې پر اوتو-مولوکوی،‌ وایلي او ګوري سیمو ورټول دی چې هلته د نارینه وو سنتول ډېر دود نه دی.‌

دا په روان کال کې د نارینه وو د سنتولو دویم کمپاین دی. په لومړي ځل هلته ۸۴ زره سړي سنت شوي وو.

د زامبیزیا ولسوال او ډاکټر عبدالرزاق وايي دا کمپاین ډېر ګټور دی. دا سیمه ډېره ګڼ مېشتې ده:

‍"زما ټینګار دا دی چې د نارینه وو ختنه کول د اېډز او نورو ویروسونو په څېر د ساري ناروغیو د مخنیوي یوه ښه وقایه ده."

ایسلنډ کې د هلکانو سنتولو بندیز، مسلمانان او یهودان یې مخالفت کوي

د ماشومانو ختنه (سنتول) د ایډز خطر کموي

موزمبیق کې د نارینه وو د ختنه کولو پر دواړو کمپاینونو تر یو میلیون ډېر ډالر لګښت اټکل شوی چې دغه هېواد یې د اېډز پر وړاندې د امریکا د مرستندویې ټولنې (پېپفار) له خوا ترلاسه کوي.

د موزمبیق په نورو سیمو کې هم ختنه کول عام دي.‌

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا،‌ د نارینه وو سنتول د اېډز په ویروس د اخته کېدو مخنیوي کې کابو ۶۰ سلنه همکاري کوي.

ورته مطالب