پومپیو: اسرائیلي اسناد ښيي ایراني مشرانو خپل ولس ته دروغ ویلي

پومپیو (کیڼ) وايي، ایراني مشرانو خپلو خلکو ته د اتومي پروګرام په اړه دروغ ویلي د انځور حقوق EPA
Image caption پومپیو (کیڼ) وايي، ایراني مشرانو خپلو خلکو ته د اتومي پروګرام په اړه دروغ ویلي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د ایرا د اتومي فعالیت په اړه د اسرائیلو له خوا افشا شوي اسناد ښيي، چې ایراني مشرانو خپلو خلکو ته د اتومي پروګرام په اړه دروغ ویلي.

مایک پومپیو دا څرګندونې وروسته تر هغه وکړې، چې د اسرائيلو لومړي وزير بنيامېن نتنياهو وویل، زرگونه داسې سندونه يې ترلاسه کړې چې زباتوي تهران د خپلو اټومي موخو په اړه نړۍ تېر ايستلې ده.

ښاغلي نتنياهو پر دريځ له يو شمېر دوسيو پرده پورته کړه چې په الماريو کې پرتې وې او ويې ويل دا دوسيې څو اوونۍ وړاندې د بې سارو استخباراتي عملياتو په ترڅ کې، تهران کې له يوۀ پټ گودامه له ترلاسه شوي دي.

د ښاغلي نتنياهو په وينا دغه اسناد چې وزن يې نيم ټنو ته رسېږي نه يوازې د ايران د اټومي پروگرام شتون زباتوي بلکې راتلونکې په تړاو يې هوډ هم څرگندېږي:

"له دغې بېلگې تاسو څلور پايلې اخيستلى شئ. لومړى ايران دروغ ويلي چې هېڅکله يې اټومي پروگرام نه درلود. په دې تړاو سل زره پټ سندونه د دوى دروغ ثابتوي.

دويم، ايران ان له تړون وروسته د اټومي وسلو د ساتنې او پراخولو په تړاو د پوهاوي ترلاسه کولو چارې روانې وساتلې چې راتلونکې کې يې وکاروي.

نتنیاهو: د ایران اتومي پروګرام زرګونه مخه پټ معلومات مو ترلاسه کړي

ډونلډ ټرمپ وروستی ځل د ایران اتومي هوکړه لاسلیکوي

دريم ايران په ٢٠١٥ م کال کې بيا دروغ وويل او د تړون د وينا پر خلاف د اټومي انرژۍ څار ادارې ته يې ځان سپين نه کړ، او بالاخره دا چې د تړون پر دروغو ولاړ دى."

خو ايران د ښاغلي نتنياهو دا وينا يو ماشومانه مانور بللى او پر نوموړي تورلگولى چې بې ځايه د خطر زنگ غږوي.

د اسراييلو د لومړي وزير دا څرگندونې داسې مهال مخې ته راځي چې ولسمشر ټرمپ خپلو لوېديځوالو ملگرو ته گواښنه کړې چې پر ايران دې لگېدلي شرطونه سخت کړي که نه امريکا به ايراني حکومت سره له لاسليک شوي اټومي تړونه ووځي.

د چارو ځينې څارونکي هم په دې باور دي چې د ښاغلي نتنياهو د دغه اقدام موخه له اټومي تړونه وتلو ته د ولسمشر ټرمپ هڅول دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پخوانى کارکوونکى جان هيوز چې د ايران اټومي تړون پر مسودې يې کار هم کړى وايي د ښاغلي نتنياهو په څرگندونو کې يې داسې څه نه دي اورېدلي چې شته حالت دې بدل کړى.

"زما په فکر دا يوه څرگنده سياسي وينا وه او موخه يې دا ده چې له تړونه د وتلو په برخه کې د ولسمشر ټرمپ پر پرېکړې اغېز وکړي. ما هلته داسې څه و نه ليدل چې نوى خبر دې وي. زما په فکر دا ډېرى نوي شوي زاړه مواد و. زما په اند دا مواد په څرگنده ډول په تړون کې د پاتې کېدو دليل کېداى شي نه له تړونه د وتلو."

ولسمشر ټرمپ د ښاغلي نتنياهو دغه وينا ته په غبرگون کې ويلي چې ايران کرار نه دى ناست او پر اټومي فعاليتونو يې لگېدلى بنديز به په اووۀ کلونو کې لېرې شي چې بيا به د اټومي وسلو جوړولو لپاره يې لاس پرانيستل شي. ښاغلي ټرمپ زياته کړې چې دا حالت د منلو نه دى خو دا يې نه دي ويلي چې امريکا به له شوي اټومي تړونه وځي او که نه.

د انځور حقوق EPA
Image caption نتنیاهو وايي، اسرائیلو په یولړ استخباراتي عملیاتو کې وکړای شو چې د ایران د پوځي اتومي پروګرام په اړه ۵۵ زره مخه او ۵۵ زره ډیجیټل استخباراتي معلومات په ۱۸۳ سي ډي ګانو کې ترلاسه کړي.

ورته مطالب