ایران؛ پر نشه روږدو ښځو مړینه دوه برابره

د انځور حقوق Mehrnews
Image caption په وروستیو ۱۰ کلونو کې په نشه د روږدو ښځو مړینه دوه برابره لوړه شوې

د ایران عدلي طب په یوه راپور کې ویلي، تېر کال په نشه روږدې تر ۲۵۰ ډېرې ښځې مړې شوې دي. دا شمېر په ۱۳۸۶ کال (یوه لسیزه وړاندې) ۱۶۰ یا د سږ کال کابو نیمايي و.

په وروستیو کلونو کې د هغو ښځو شمېر لوړ شوی، چې د نشه يي توکو له کبله مړې شوې دي. په ۱۳۷۹ کال تر یوې سلنې کمې ښځې د نشه يي توکو له کبله مړې کېدې، تېر کال دا شمېره په سلو کې ۱۲ ته ورسېده.

په وروستۍ لسیزه کې، کابو ۴۰ زره کسان د نشه يي توکو له کبله مړه شوي.

د ۱۳۸۰مو کلونو کې نیمايي کې د مړینې کچه بیخي لوړه شوې وه چې بیا وروسته راټیټه شوه.

خو شمېرې ښيي چې کال په کال د هغو ښځو د مړینې شمېر په لوړېدو دی، چې په نشه يي توکو روږدې دي.

ایران کې په نشه روږدي کسان د انځور حقوق Mehrnews

سیمه کې د ایران وضعیت

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې د دفتر د معلوماتو له مخې، ایران د خپلو ګاونډیانو منځ کې په نشه د روږدو کسانو له اړخه د لیست په سر کې دی.

د انځور حقوق Mehrnews

د افغانستان د دولت د شمېرو له مخې، په وروستیو کلونو کې په نشه د روږدو کسانو شمېر یوڅه کم شوی، خو د ۲۰۰۸ کال شمېرې ښيي چې په هر یو میلیون افغانانو کې ۳۳ یې په نشه يي توکو روږدي دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، هر کال په نړۍ کې د نشه يي توکو له کبله لږترلږه ۱۹۰ زره کسان مري.

اړونده مطالب