د نړۍ له ډېرې ککړې هوا لرونکو ۲۰ ښارونو ۱۴ په هند کې دي

د پلازمېنې ډیلي په ګډون د هند یو شمېر ښارونو هوا ډېره ککړه بلل شوې د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پلازمېنې ډیلي په ګډون د هند یو شمېر ښارونو هوا ډېره ککړه بلل شوې

د روغتیا نړیوالې ادارې په تازه رپوټ کې ویل شوي، د نړۍ له ډېرې ککړې هوا لرونکو ۲۰ ښارونو نه ۱۴ هند کې دي. د یادې ادارې رپوټ کې راغلي، چې د نړۍ له هرو لسو کسانو نهه ککړه هوا تنفس کوي.

د ډبلیو ایچ او رپوټ دغه راز کاږي، چې نژدې اووه میلیونه کسان هر کال په کورونو کې دننه او بهر د ککړې هوا تنفس کولو له کبله ساه ورکوي.

د روغتیا نړیوالې ادارې مشر ډاکټر ټیډروس اډهانوم غبریسس وايي: د هوا ککړتیا زموږ ټولو لپاره خطرناکه ده، خو هغه کسان یې له کبله ډېر زیانمېږي، چې بیوزله دي او په حاشیه کې ژوند کوي. نوموړی زیاتوي:

دا د منلو نه دي، چې درې میلیارده کسان چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، شپه او ورځ ککړه هوا تنفس کوي او دغه ککړ لوګي د دوی له ارغلیو (دیګدانونه) پورته کېږي. نوموړي خبرداری ورکړی، که سملاسي د هوا ککړتیا مخنیوی و نه شي( موږ به عملي پرمختګ ته نژدې هم نه شو.)

هر کال نړۍ کې ککړه هوا ۷ میلیونه خلک وژني

ککړه هوا د نوزېږو ماشومانو مغز ته زیان رسوي

'د ښارونو ۸۰ سلنه اوسیدونکي ککړه هوا تنفس کوي'

دغې ادارې د ۲۰۱۶ کال په شمېرو کې د هند پلازمېنې ډیلي او ورانسي (بنارس) ښارونو نومونه یاد کړي، چې د هوا ککړتیا کچه یې له پي ایم ۲.۵ پورته بلل شوې ده.

د دې تر څنګ د کانپور، فرید اباد، ګیا، پټنه، لکهنوو، اګره، مظفر پور، سرینګر، پټياله او ګړګاون نومونه هم دغه لیست کې شامل دي. پي ایم ۲،۵ کې دسلفیټؤ، ناټریټ او تور کاربن په څېر خطرناکې مادې شاملې دي، چې بشري روغتیا ته خطرناک بلل کېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ماهرین وايي، له کوره بهر او دننه ککړه هوا د انسانانو روغتیا ته خطر مخامخ کړی

د روغتیا نړیواله اداره وايي، دغه مادې سږو ته لار مومي او د زړه پر نظام اغېز کوي، چې له کبله یې فلج، د زړه ناورغۍ، د سږو سرطان، ساه لنډي او نمونیا په څېر ناورغۍ پیدا کېږي.

د یادې ادارې مسوولینو په خبره، یوازې ۲۰۱۶ کال کې له کوره بهر د ککړې هوا تنفس کولو له کبله څلور میلیونه دوه سوه زره کسان وژل شوي دي او په کورونو کې دننه د ککړې هوا له کبله د وژل شويو کسانو شمېر درې میلیونه اته سوه زرو ته رسېږي.

اړونده مطالب