د هوايي ډګر پاکوونکي ۷ کیلو ګرامه سره زر موندلي

د سرو زرو خښته د انځور حقوق GSO IMAGES

د جنوبي کوریا په هوايي ډګر کې یوه پاکوونکي د سرو زرو اوه خښتي موندلي چې ارزښت یې شاوخوا ۳۵۰ میلیونه ډالره ښودل شوی دی.

پولیس وايي، ښايي چا د پلټنې له وېرې د سرو زرو دا خښتې د کثافاتو په ستل کې غورځولې وي.

دا د سروزو خښتې چې د هرې یوې وزن ۱ کیلوګرام دی، په ورځپاڼو کې پوښل شوې وې.

د جنوبي کوریا له لیرې شوې ولسمشرې 'پوښتنې کېږي'

جنوبي کوریا درې کاله وروسته ډوبه شوې بېړۍ ومونده

تر اوسه هېڅ داسې سند نه دی موندل شوی چې وښیي دا د سرو زرو خښتې د جرمي کړیو اړوند وې.

که د دغه سرو زرو څښتن و نه موندل شي دا پاک کوونکی کولی شي د موندل شویو سرو زرو ډېره برخه وغواړي.

د سوېلي کوریا د قانون له مخې که کوم کس بو څه پیدا کړي او تر ۶ میاشتو یې خاوند پیدا نه شي، موندوکی کولی شي د دغه موندل شوي څیز یوه برخه خپله کړي.

د دې قانون له مخې موندونکی یوازې کولی شي له ۵ تر ۲ برخې غوښتونکی شي چې حداکثر قیمت یې ۶۵ زره ډالره کېږي.

خو د هوايي ډګر چارواکو ویلي، موندل شوي سره زر د پاک کوونکي ملکیت نه شي کېدای ځکه په هوايي ډګر کې د ورکو شویو شیانو موندل د دندې برخه ده.

ورته مطالب