محرم اینجه: اردوغان جوړه ولسمشرۍ ماڼۍ به وپلورم

إينجة د انځور حقوق Reuters
Image caption په ترکیه کې پر حجاب د بندیز پرمهال نوموړی له هغو لږو کسانو و چې د حجاب اغوستلو له حق نه یې دفاع کوله.‌

په ترکیه کې لوی مخالف ولسي جمهوریپال ګوند راتلونکې میاشت د ولسمشر رجب طیب اردوغان پروړاندې ولسمشرۍ ټاکنو ته له یالوفا ولایته خپل غړی محرم اینجه نوماند کړی دی.

د ترکیې ولسي جمهوریپال ګوند کیڼ اړخی سیکولر ګوند دی،‌ چې چې په ۱۹۲۳ کال مصطفی کمال اتاتورک یې بنسټ‌ اېښی.

که دغه ګوند ټاکنې وګټي، دا به له اتاتورک وروسته په ترکیه کې لومړنی په دین نه ولاړ واکمن ګوند وي.

وړاندې هم دغه ګوند د ولسمشرۍ ټاکنو کې ډېرې هلې ځلې کړې، خو تر ۲۵ سلنې یې ډېرې رایې نه شوی ګټلی.

اینجه څوک دی؟

محرم اینجه د ۱۹۶۴ کال د مې پر څلورمه له یونان نه د یوې کډوالې شوې کورنۍ په کاله کې لوفا ولایت کې زیږېدلی.

نوموړی د خپل ګوند یو خولور نطاق ګڼل کېږږي او ه ګوند کې په منځلاري سیکولر شهرت لري.

خو د ګوند له مشر کمال قلیغدار اوغلو سره مخالفت هم لري او وړاندې یې د ګوند مشرۍ ته د رسېدو ته سیالیو کې له هغه سره ډېرې ډغرې وهلې دي.

په ترکیه کې پر حجاب د بندیز پرمهال نوموړی له هغو لږو کسانو و چې د حجاب اغوستلو له حق نه یې دفاع کوله.‌

وړاندې اینجه ویلي، که ولسمشر شو، د ولسمشرۍ هغه ماڼۍ به خرڅلاو ته وړاندې کړي چې اردوغان جوړه کړې وه.

نوموړي اسلامي جرړې لرونکی "حق او عدالت" ګوند په ۲۰۱۶ کال د کودتا په ناکامې هڅې تورن کړی دی.

څارونکي پر دې اند دي چې اینجه به راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسي جمهوریپال ګوند تر ټولو "خوندی غوراوی" وي.

ګرځند پلورونکی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په ۱۹۹۴ کال د استانبول ښار وټاکل شو او دغه ښار یې دومره پاک ساتلی و، چې ان مخالفانو یې هم د ښه خدمت خبره تاییدوله.

رجب طیب اردوغان په ۱۹۵۴ کال د تور سمندر پر څنډو د یوه پوځي په کور کې زیږېدلی.

په دیارلس کلنۍ کې یې پلار استانبول ته د ښه ژوند غوره کولو په موخه وخوځېد.

اردوغان په ماشومتوب کې د استانبول پر واټونو د لېمو اوبه او شړشم جوړې روټۍ خرڅولې.‌

د استانبول مرمره پوهنتون اداره کې له لوړو زدکړو وړاندې اردوغان اسلامي مدرسه ولوسته.

هغه مهال د ترکیې د فوټبال یوه کلپ کې لوبغاړی هم و.

پوهنتون کې یې د ترکیې د هغه وخت له لومړي وزیر نجم الدین اربکان سره وپېژندل.

په ۱۹۹۴ کال د استانبول ښار وټاکل شو او دغه ښار یې دومره پاک ساتلی و، چې ان مخالفانو یې هم د ښه خدمت خبره تاییدوله.

په ۱۹۹۱ کال له دې کبله څلور میاشتې بندي شو چې ګني پر دیني اساس ولاړې لمسونې کوي.

نوموړي په جار یو شعر ووایه چې پکې راغلي وو: "جومات مو سنګر دی، ګونبزه یې زموږ جنګي خولۍ، منارې یې زموږ غشي او مسلمانان مو سپاهیان دي."

اردوغان او ځینو ملګرو یې په ۲۰۰۱ کال د حق او عدالت ګوند جوړ کړ او د حکومت له لوري د ممنوع ګرځول شوي "فضیلت" په نوم له غړیتوبه ووتل.

ترکیه

معاصر ترکي دولت په ۲۰ کال د عثماني خلافت له ړنګېدا وروسته د ترکيې د ملي مشر مصطفی کمال اتاتورک په لاس جوړ شو.‌

د اسیا او اروپا ترمنځ ستراتیژیک موقعیت ته په کتلو سره، ترکیه په سیمه کې پوره نفوذ لري.

د ترکیې د وګړو شمېر ۷۴٫۵ میلیون ښودل شوی.‌

د ترکیې اوسني ۶۱ کلن مشر رجب طیب اردوغان په ۲۰۰۲ کال د حق او عدالت ګوند له خوا پارلماني ټاکنو ته نوماند شو چې په غوڅ اکثریت یې رایې وګټلې.‌ اردوغان ددغه ګوند له بنسټګرو دی.

نوموړی مخکې له دې چې د ۲۰۱۴ کال اګست کې په مستقیم ډول ولسمشر شي، ټیک ۱۱ کاله د ترکیې مشر پاتې شوی.‌

د هغه پلویان وايي، چې اقتصادي وده کې یې ترکیې ته ډېر خدمت وکړ،‌ خو مخالفان یې بیا یو دیکتاتور مشر بولي چې هېڅ نیوکه نه مني او پر وړاندې یې هر راز راپورته کېدونکی غږ په قهر له منځه وړي.

د ترکیې مهمې تاریخې پېښې

۱۴۵۳ - سلطان دویم محمد (فاتح) قسطنطنیه (اوسنی استانبول) فتح کړ او د بیزنټيانو امپراتوري یې ړنګه او کوچنۍ اسیا او بلقان سیمو کې یې د عثمانیانو واکمني پیاوړې کړه.‌

۱۵ او ۱۶ پېړیو کې اسیا او افریقا کې د عثماني خلافت لمن پراخه شوه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د استانبول بوسفورس پول چې اسیا او اروپا سره بېلوي

۱۶۸۳ ـ عثمانیان اروپا کې مخته ولاړل او د ویانا دروازو ته ورسېدل.‌

له ۱۹۱۸ تر ۱۹۲۲ ـ عثماني خلافت په لومړۍ نړیواله جګړه کې ووېشل شو، همدا وو چې د ترکیې ملي خوځښت د لوېدیځ ښکېلاک د ځواکونو پروړاندې بریالی شو او عثماني واکمني هم پای ته ورسېده.

۱۹۲۳‌ـ‌ رسماً د مصطفی کمال اتاتورک په مشرۍ ترکیه جمهوري او سیکولر دولت اعلان شو.

۱۹۳۸ ـ د اتاتورک له مړینې وروسته عصمت اینونو مشر شو.

۱۹۴۵ ـ‌ ترکیې د جرمني او جاپان پروړاندې جګړه اعلان کړه، خو جګړه کې یې برخه وانخیسته.‌

۱۹۵۰ ـ‌ لومړنۍ ازادې ټاکنې وشوې او مخالف دیموکرات ګوند بریالی شو.

۱۹۵۲ ـ‌ ترکي دولت د اتاتورک له بې پرې سیاسته لاس واخیست او د شمالي اتلانتیک له تړون (ناټو) سره یوځای شو.

۱۹۶۰ ـ‌ بوځ پر واکمن دیموکرات ګوند کودتا وکړه.‌

۱۹۶۵ ـ‌ سلیمان دیمیریل د حکومت ولسمشر شو.‌

۱۹۷۱ ـ‌ د سیاسي اړدوړ له ډېرېدا وروسته پوځ دیمیریل له واکه لاس پر سر کېدو ته اړ کړ.‌

۱۹۷۴ ـ ترکي پوځ د قبرص شمالي برخه ونیوه،‌ دا ټاپو دوه برخې شو: ترکي او یوناني.

۱۹۸۳ ـ‌ د تورګوت اوزال په مشرۍ ملي ګوند عامې ټاکنې وګټلې.‌

۱۹۸۴ ـ د کردستان کارګر ګوند د ترکي دولت ضد وسله واله جګړه پیل کړه چې تر اوسه دغه هېواد له کورنۍ جګړې ونه وت.

۱۹۹۳ ـ‌ تانسو شیلر د ترکیې تاریخ کې لومړنۍ مشره شوه او سلیمان دیمیریل د دولت مشر وټاکل شو.

۱۹۹۹ـ د کردستان کارګر ګوند مشر عبدالله اوجلان کینیا کې ونیول شو.

۲۰۱۱‌ ـ د سوریې کورنۍ جګړه پیل شوه او د ترکیې - سوریې پر ګډه پوله اړدوړ ډېر شو،‌ ترکیې ته د سوري کډوالو څپې ورماتې شوې.‌

۲۰۱۶ ـ د پوځي کودتا ناکامه هڅه وشوه.‌

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د استانبول سلطان احمد مشهور جومات کې لمونځ کوونکي

اړونده مطالب