د پاریس د اوسمهالو هنرونو ګالرۍ ته د لوڅو خلکو تګ

د انځور حقوق .
Image caption د فرانسې د طبیعت پالو ټولنه دا پېښه د لوڅو خلکو لپاره ستر بری بولي.

د پله د توکیو اوسمهالو هنرونو ګالري په پاریس کې لومړنۍ ګالري ده چې د لیدلو لپاره یې لوڅ لغړ خلک ور تللی شي.

دې ګالرۍ ته د لوڅو خلکو تګ د شنبې په ورځ پیل شو.

نږدې ۱۶۱ لیدونکو د جامو بدلولو خونه کې کالې و اېستل او لوڅ ګالرۍ ته ننوتل.

خو دوی د نورو دودیزو لیدونکو له تګ مخکې دا کار وکړ.

د فرانسې د طبیعت پالو ټولنه دا پېښه د لوڅو خلکو لپاره ستر چانس بولي.

تېر کال هم په پاریس کې بوا د ونس (the Bois de Vincennes) پارک کې د لوڅو لپاره ځای بېل شوی و.

د فرانسې د لوڅو ټولنې د اړیکو مشر ژولین کلود پنه ګری له رویټرز خبري اژانس سره مرکه کې وايي:

"لوڅ پر هغو خنډونو، تابوګانو او فکر برلاسي کېږي چې تل یې په مخ کې خنډ و".

د انځور حقوق .
Image caption تېر کال هم پاریس کې یو پارک د لوڅو خلکو لپاره یوه برخه بېله کړې وه.

ځايي ورځپاڼه لي پاریس د لوڅو دا لیدنه د هغو ښځو او سړیو لپاره ستر بری بولي، چې د "ادم او حوا" په بڼه ښکاره شول.

یو لوڅ لیدونکی وايي، ښه وخت و او یو بل لوڅ سړی وايي: "له هنري اثارو په تېره مجسمو سره اړیکه بل ډول پېښه وه".

د ۲۳ کلن زدکوونکي مارتا په خبره، په ځینې خونو کې چې موسیقي وه، نو لوڅ داسې تلل لکه ګډېږي چې.