هغه ښځه چې درې سوه اعدامونه یې لیدلي

ر
Image caption مېشل وايي، اول یې اعدام د مجرمانو لپاره ښه سزا بلله.

د امریکا متحده ایالتونو کې تکزاس داسې سیمه ده چې تر بل هر ایالت ډېر اعدام لري.

مېشل لاینز ۱۸ کاله مخکې د ریکي مک ګېن مرګ ولید، خو لا یې هم ژړوي.

هغې له بې بي سي سره خبرې کړې، چې لنډيز یې لولئ.

د ۱۲ کلونو دندو کې چې یو وخت مېشل خبریاله او بیا د تکزاس ایالت د جزايي محکمې ویانده وه، له نږدې یې اعدامونه هم لیدل.

مېشل د ۲۰۰۰ او ۲۰۱۲ کال ترمنځ د ښځو او سړیو درې سوه مرګونه په خپلو سترګو لیدلي دي، چې د اعدام په کټ به پراته او دوو پیچکاریو سره به یې تاوتریخجن ژوند پای ته رسېده.

مېشل چې ۲۲ کلنه وه اول ځل یې اعدام ولید.

د خاویر کروز له اعدام لیدلو وروسته یې د خاطراتو کتابچه کې ولیکل: زه ښه وم، باید نارامه شوې وی؟.

مېشل باوري وه د داسې سړي سره باید خواخوږي ونه شي چې دوه بوډاګان یې په څټک وهلي او وژلي:

"د اعدام لیدل زما د دندې برخه وه".

د مېشل خاطرې "د اعدام نوبت- وروستۍ دقیقې" په نوم کتاب کې تازه چاپ شوې دي.

هغه وايي: د عدام پلوي وم، فکر مې کاوه چې د ځینو لپاره خورا ښه سزا ده:

"ځکه ځوانه وم، هرڅه مې تور یا سپین لیدل، که پر خپلو احساساتو مې د ادعدام تاثیر ته فکر کولی، نو بیا به ولې د اعدام لیدلو خونې ته تلم".

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption هانتس ویل کي هغه وداني چې د مرګ خونې پکې دي.

له ۱۹۲۴ کال راهیسې تراوسه د تکزاس ختیځ ته کوچني ښار هانټس ویل کې ټول اعدامونه کېږي.

پر ۱۹۷۲ کال د امریکا سترې محکمې اعدام بې رحمه او نادوده سزا وبلله او ویې ځنډوله، خو څو میاشتې وروسته ځینې ایالتونو د قوانینو په بیا کتنې سره د اعدام بیا پلولو غوښتنه وکړه.

تکزاس ایالت هم له خپل پخواني حکم دوه کاله وروسته د پخوانیو رودو په ځای د زهرو پیچکارۍ سره اعدام بیا پیل کړ.

چارلي بروکز لومړنی محکوم و چې پر ۱۹۸۲ کال د زهرو پیچکارۍ سره اعدام شو.

مېشل د دندې پر مهال د اعدام پلوي وه، خو کله چې اوس د مرګ خونې کیسې وايي، هغه اغېز پرې له ورایه ښکاري چې د دې لیدنو له امله پرې شوی دی.

هغه چې هانتس ویل رسنۍ سره د زندان د چارو رپورټره وه ۳۸ اعدامونه یې ولیدل، خو کومه بې پروايي چې د خاطراتو کتابچه کې یې ورته اشاره کړې ښايي هغه وجه وه چې کار ته یې دوام ور کړ.

"اوس چې د دې اعدامونو په هکله یادښتونه ګورم نارامه شم، خو خپل احساسات مې د ذهن یوه کونج کې ښخوم او دې بې حسي د کار د دوام اجازه را کوله".

مګر د دې د ځینې یادښتونو په لوستلو سره سړی ناڅاپه ټکان خوري:

"کار هایزل بتز یوه مور او لور وژلي و، سترګۍ په سترګو د اعدام په کټ پروت و".

"بټي لوبیټس- چې خپلې مېرمنې د مړو څارویو په څېر د خپل کور بڼ کې ښخې کړې وې- ډېرې وړې پښې درلودې".

"توماس میسن- چې خپله خواښې او د مېرمنې نیا یې وژلې وې- زما د نیکه په څېر و".

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption د مرگ کټ چې زهري پېچکارۍ سره مجرم پر وژل کېږي.

کله چې مېشل پر ۲۰۰۱ کال د تکزاس د جنايي جزايي ادارې د رسنیو دفتر کارمنه شوه، کار یې لا ډېر پراخ شو.

په دغه دنده کې یې نه یواځې د هانټس ویل ښار خلکو بلکې ټولې امریکا او نړۍ ته د اعدام خونو پېښې رپوټولې.

د مېشل په خبره، د اعدام بهیر لکه د محکوم ویده کېدل داسې و.

د قربانیانو ځینې خپلوان هم وايي، برېښنايي څوکۍ چې له ۱۹۲۴ تر ۱۹۶۴ پرې ۳۶۱ محکومان کېنول او برېښنا شاټۍ سره ووژل شول، د دوی د جزا او مرګ ښه لار وه.

مېشل هم د ځینې محکومانو د بې ګناهۍ د دعوې، پښېمانۍ ښودلو یا بښنې غوښتلو بېلګې رپوټ کړې دي.

له اعدام مخکې د محکومانو د غوسې ښودلو یاداښت ډېر کم لري، یواځې یو ځای یې د یوه محکوم ژړا یاداښت کړې ده.

هغې خپلو یاداښتونو کې د پیچکارۍ په اغېز هم یو څه لیکلي دي.

د محکومو وروستۍ ساه اخیستل، ټوخی، د وروستي ځل لپاره د هغوی لاس پښې غورځېدل او له مرګ وروسته زېړ رنګ یې یاد کړی دی.

مېشل له خلکو ډېر داسې لیکونه هم ترلاسه کړي چې دولتي مرګ کې یې په ګډون تورنه کړې ده.

کله کله یواځې زندانساتو او د اسوشیټېډ پرېس یوه خبریال د محکوم د ژوند وروستۍ شیبې لیدلی شوې.

په اعدام محکوم بندي ښايي لسګونه کلونه د دغه حکم اجرا کېدو ته منتظر شوی وی.

همدا وجه وه چې مېشل له ډېرو دا ډول محکومو سره اشنا شوې وه.

کله چې ناپیلیون بیزلي د یوه فدرال قاضي د وژلو په دلیل په اعدام محکوم شو، مېشل تر کور پورې په ټوله لار ژړل.

مېشل وايي: "فکر مې کاوه ناپېلیون نه دا چې بیا جرم نه کوي، بلکې د ټولنې ښه غړی کېدلی شو".

مېشل کله خپل فکر بدل کړ؟

د انځور حقوق Getty Images

کله چې مېرمن لاینز پر ۲۰۰۴ کال مېندواره شوه، ناڅاپه یې احساس بدل شو، ته وا له سترګو یې پرده لرې شوې ده:

"وېرېدم بچی مې د محکومو وروستۍ خبرې، زارۍ، د بې ګناهۍ دعوې او د سا ختلو وروستي غږونه وانه وري. کله مې چې لور پیدا شوه، د اعدام له لیدلو وېرېدلم، د محکوم د کورنۍ د احساساتو شاهده وم، ما بچی درلود چې هرڅه مې ورته کول، خو داسې میندې مې لیدلې چې زما مخ کې یې بچیان اعدامېدل، د میندو زارۍ مې اورېدلې. ما اوس فکر کاوه چې ادعدام ټول زیانمنوي او ګټونکی نه لري. وپوهېدم چې اعدام څومره بده پېښه ده، خو ما په ځلونو دا غم او درد ولید".

مېرمن لاینز بیا هم اوه کاله د محکومو د مرګ خونې ته لاړه، خو کله چې له دندې ګوښه شوه، فکر یې کاوه له زندان خوشې شوې، خو داسې نه و.

هغه مني چې د اعدام او مرګ خونې شېبې یې له یاد نه وځي.

تکزاس کې وروستۍ نظر پوښتنې ښيي چې پر ۲۰۱۳ کال ۷۴ سلنه ګډونوال د اعدام پلوي و، ځکه داسې نه ښکاري چې دا ایالت د نړۍ د اعدام پلازمېنې نوم له لاسه ور کړي.

تېر کال اوه کسان په هانټس وېل کې اعدام شول.

سره له دې چې مېشل وايي تکزاس ایالت کې د اعدام سزا ډېره ده، خو لا هم د ځینې کسانو لپاره دا سزا مناسبه بولي.

د هانټس ویل ښار هدیره کې له ۱۵۰ کلونو ډېر وخت کېږي چې د بې کسه بندیانو د قبرونو لپاره ځای بېل شوی دی.

مېشل د دغو قبرونو منځ کې ولاړه او حیرانه ده چې په دوی کې به یې د څومره کسانو مرګ لیدلی وي.

هغه د دې اعدامونو له یادولو اندېښمنه نه ده، بلکې هېرېدلو یې ناارامه کړې ده.