چین به پر کاروباري نړۍ واکمن شي؟

د انځور حقوق AFP
Image caption چین د ټیکنالوجۍ خپرولو لپاره په سلګونو میلیون ډالر لګوي.

چین په وروستیو کې د سپرلۍ الوتکه جوړه کړه او له هغه مخکې یې مردکی اورګاډی یا بلټ ټرېن جوړ کړ چې په ګړۍ کې څلور سوه کیلومتره واټن وهي.

له ځیرکو سړکونو( سمارټ روډز) یا خورا نویو سړکونو نیولې، د روباټونو او سپوږمکیو ډکر کې هم چین خپله ټیکنالوجیکه وړتیا ښيي.

پر ځیرک سړک په برېښنا سره تلونکي ګاډي پخپله چارجېږي.

چین کې د اېپل، جنرل موټرز، ووکس ویګن او ټیوټا په څېر کمپنۍ خپل څېړنځي او کمپنۍ چلوي.

په اصل کې دا ټول د چین جوړ یا مېډ این چاینا- ۲۰۲۵ پلان برخه ده چې موخه یې په صنعت او ټیکنالوجۍ کې د چین ځواکمنول دي.

چین په ډاګه وايي، چې د خپل هېواد د ارځانه پایزار، جامو او لوبتوکو برابرولو انځور بدلول غواړي.

* سوداګریزه جګړه څه ته وايي؟

* چین د امریکا پر ۱۲۸ توکو تعرفه ولګوله

چین غواړي د هغو هېوادونو له نوملړ ووځي چې په کمه مزدورۍ مشهور دي او د اینجینرانو په هېواد وپېژندل شي.

چین پر ۲۰۲۵ کال د خپل پلان- چې په (چین جوړ) مشهور دی- پلي کولو سره پر نړۍ اقتصادي ولکه ټینګول غواړي.

امریکا د چین پر دغه پلان یو څه نیوکې لري. د امریکا ولسمشر دا خیال لري چې بېجینګ ټیکنالوجي غلا کوي.

امریکا یې دا چاره د ملي امنیت او کاروباري نړۍ ازادې سیالۍ ته خطر بولي.

د واشنګټن او بېجینګ ترمنځ دا مسله په کړکېچ اوښتې او دواړه هېوادونه د یو بل سره د سوداګریزې جګړې په لور روان دي.

دوی اوس پر ځینې هغو توکو تعرفه لګولې چې خپلو کې یې صادروي.

ملي امنیت؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکا د ټیکنالوجۍ برخه کې د چین هڅې د ملي امنیت او ازاې سوداګرۍ لپاره خطر بولي.

امریکا د چین د ولسمشر شي جن پینګ ستراتیزۍ ته فکر وړې ده.

د امریکا د سوداګرۍ وزیر ولبر راس دا ستراتیژي وېروونکې بولي.

د چین په تړاو وايي، د نړۍ کارخونه وه، خو اوس د نړیوالې ټیکنالوجۍ په مرکز بدلېدل غواړي.

چین خپلې هېلې روا یا مشروع بولي او د امریکا تورونه ردوي.

د چین د مالیې وزیر ژو ګوانګیو وايي، مسله د ملي امنیت نه ده، بلکې امتیازي چلن دی.

* د جرمني اقتصاد پرمختګ

* کولبه او کرنه څنګه د عصري اقتصاد سبب شوه

د چین څنګه پانګوال هېواد شي(هاو چاینا بي کم کاپیټلېسټ) په نوم د کتاب شریک لیکوال ننګ وانګ له بي بي سي سره خبرو کې وویل، د چین جوړ پلان د چین او نورو هېوادونو لپاره ګټور دی.

هغه زیاتوي، چین نړۍ ته تر ټولو ډېر د ډاکټرۍ درجې ور کوي او لا ډېر جدیتوب یې مسوولیت دي.

په هر حال دا خبرداری هم ور کوي چې په دې پلان کې حکومتي کمپنیو ته ډېر پام کېږي.

هغه وايي، په دې برخه کې د بري لپاره خصوصي کمپنیو ته توجو ضروري ده.

ګټونکی له هرڅه غېږ تاووي

ٹکنالوجی د انځور حقوق Getty Images
Image caption چین له امریکا د سوداګریز جنګ د ګټلو خبره کوي.

بېجینګ پر ۲۰۱۵ کال دا ستراتیژي اعلان کړه، خو شنونکي باوري دي چې له اوږد وخت راهیسې یې دا خوب او خیال درلود.

د چین د ټیکنالوجۍ پالیسۍ کارپوه ډګلس فلور وايي، پر دغه پروګرام خورا ډېره پیسه لګېږي:

"پر دې سربېره د ټېکنالوجي لېږدولو لپاره پر بهرنیو کمپینو نېغ یا څنګزن فشار اچول کېږي".

ټیکنالوجي په مختلفو لارو لېږدول کېږي. د بېلګې په ډول بهرنۍ کمپنۍ چین ته په ننوتلو له ځايي کمپنۍ سره شریکه کېږي.

پر دې سربېره چین د خپلې ستراتیژۍ له مخې د بهرنیو کمپنیو خریدار هم دی.

دا ډول د ګیلي په نوم چینايي کمپنۍ د مرسیډیز بېنز ملکیت واله جرمنۍ کمپنۍ ډيملر تر ټولو لویه شریکه جوړه شوې ده.

* د پاکستانۍ روپۍ ارزښت ولې کمېږي؟

* چین د اختراع د امتیاز ثبتولو کې پر امریکا مخکې شو

پر دې سربېره چین څو داسې قوانین لري چې د ټیکنالوجۍ سترې کمپنۍ پکې هلته خپلواکې پاتېدلی شي.

د بېلګې په ډول ایپل په چین کې له یوې ځايي کمپنۍ سره خپل لومړني ډیټا سټوریج یا معلوماتو زېرمې مرکز پرانیځي او دا به د چین په نویو قوانینو عمل کوي چې له مخې به یې کمپنۍ خپل ټول مهم معلومات ور کوي.

په هر حال فولر په دې پلان کې خطرې هم یادوي.

هغه وايي، چین د خپل پلان د بشپړولو لپاره حکومتي کمپنۍ غوره کوي او د لا ډېرې ډېرې ټیکنالوجۍ د پېرلو هڅه کوي، خو دا چین ته ډېر اسان نه دي، ځکه واشنګټن، برسلز، ټوکیو، سیول یا تای پايي یې داسې سانه نه ور پرېږدي.

فولر وايي، چین یواځې خپله ګټه غواړي او دا د نورو هېوادونو حکومتونو یا ادارو ته ډېر ګټور نه تمامېږي:

"انووېشن مرکز تل د چین نیت ته اندېښمن وي".

ملي اتل

د انځور حقوق Getty Images
Image caption چینايي کمپنیو ته ټیکنالوجۍ کې رعایت ور کول کېږي.

بېجینګ کې د یوه حقوقي بنسټ ولمرهیل اړوند او د امریکا- چین د سوداګرۍ خونو غړی لیسټر راس وايي:

"د چین پلان کې ټولو کمپنیو ته برابر یا منصفانه قوانین نه دي برابر شوي".

له بي بي سي سره خبرو کې راس زیاتوي: چین د ډېر رعایت یا سبسډي ور کولو سره مارکېټ خرابوي.

د چین جوړ ستراییژیکه څانګه کې تر ۲۰۲۵ کال د کورونو بازار ۷۰ سلنه برخې په خپل ګورت کې د نیولو پلان جوړ شوی دی.

کارپوهان وايي، چې دې موخې ته د رسېدو لپاره چین له څو ستونزو سره مخ دی.

خو له داسې نړیوالو ستونزو د وتلو سره سره دې خبرې ته هم پام پکار دی چې د چین په مقابل کې هېوادونه له څو کالو راهیسې دغه ډګر ته دانګلي دي.

له دې سره سره د نړۍ نور ستر اقتصادونه هم د پلان له پلي کېدلو ډېرې ګټې ترلاسه کولی شي.