د سعودي ښوونځیو کې د موټر چلولو نوی مضمون

یوه سعودۍ ښځه د انځور حقوق Getty Images
Image caption تېر کال سعودي په یوه کمساري ګام کې د یولړ اصلاحاتو پرمهال ښځو ته د موټر چلولو د اجازې ورکولو ژمنه کړې وه.

په داسې حال کې د راتلونکې جون میاشتې له ۲۴ مې وروسته به سعودي عربستان کې ښځو د موټر چلولو رسمي اجازه ورکړل شي، د دې هېواد کې ښوونځیو کې د موټرچلولو یو نوی مضمون ور اضافه کېږي.

د سعود د ترانسپورت عمومي مدیر محمد البسامي له خولې په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي "د ښځو له خوا د موټر چلولو اړوندې ټولې غوښتنې ارزول شوې دي."

تېر کال سعودي په یوه کمساري ګام کې د یولړ اصلاحاتو پرمهال ښځو ته د موټر چلولو د اجازې ورکولو ژمنه کړې وه.

دا اصلاحات او ازادۍ د ۳۲ کلن شهزاده محمد بن سلمان له خوا پیل شول.

د البسامي له خولې ویل شوي، چې هره هغه نجلۍ چې ۱۸ کلنۍ ته ورسېږي، د موټر چلولو لیسنس ترلاسه کولو غوښتنه کولی شي.

هغو ښځو ته هم د موټر چلولو کورنی لیسنس ورکول کېږي، چې بهرنیو هېوادونو کې د موټر چلولو لیسنس لري.

سعودي عربستان کې ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکړل شوه

ایوانکا ټرمپ: سعودي کې ښځو ته د موټر چلولو اجازه تاریخي ده

سعودي ښځو ته د موټر چلولو اجازه

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په سعودي کې ګڼې ښځې د بهرنیو هېوادونو د موټر چلولو لیسنس لري.

په تېر کې سعودي مېرمنو له حکومته پر ښځو د موټر چلولو د بندیز لرې کولو غوښتنه کړې وه.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
سعودي عربستان کې د ښځو لپاره د موټرو نندارتون

ورته مطالب