سومالیا: الشباب د '۱۱مېړونو لرونکې' ښځه سنګسار کړې

. د انځور حقوق AFP

د سومالیا سختدریځي اسلامپالې ډلې الشباب ویلي، د دوی یوې محکمې یوه ښځه د زیاتو مېړونو د لرلو په تور سنګسار کړې ده. د شکري عبداللہي وارسیم په نامه پر دغې مېرمن تور و چې له طلاق اخیستلو پرته یې ۱۱ ودونه کړي و.

د سومالیا د جنوبي برخې اوسېدونکي وايي، د الشباب وسله والو یاده مېرمن تر سینې په څا کې ښخه کړه او بیا یې په ډبرو ووژله.

د سومالیا پر ډېره برخه الشباب سختدریځې اسلامي ډله واکمنه ده او د مرکزي حکومت د نسکورولو په پار بریدونه کوي.

* سومالیا کې لوږې د ۱۱۰ کسانو ژوند اخیستی

* محمد عبدالله د سومالیا ولسمشرۍ ټاکنو کې بریالی شو

* څلورو هېوادونو کې ۱٫۵ میلیون ماشومان له "لوږې" سره مخامخ دي

الشباب ډله په سومالیا کې برحال حکومت د لوېدیخ لاسپوڅی ګڼي او په دغه هېواد کې ( د دوی په تعریف) د شرعي نظام غوښتنه کوي.

د سومالیا د لویز شیلیل ښار والي، ممحد ابو اسامه رویټرز خبري اژانس ته ویلي، شکري عبداللهي، د هغې اوسنی مېړه او ۹ پخواني هغه محکمې ته بېول شوي وو او هر یوه ادعا کوله چې د شکري عبداللهي مېړه دی.

د اسلامي قانون له مخې، ښځې ته تر طلاق پرته له یوه د زیاتو مېړونو کول ناقانونه دي، خو نارینه بیا تر څلورو ښځې په خپله نکاح کې ساتلی شي.

الشباب ډلې ویلي، کله چې شکري عبداللهي د موګادېشو په جنوب کې محاکمه کېده، نو صحتمنده وه.

په سومالیه کې د بي بي سي خبریال حاجي عبدي وايي، په دغه هېواد کې د طلاق اخیستل معمول چاره ده، خو شکري په اړه ور کړل شوي تفصیلات نامعمول دي.

ورته مطالب