هند؛ مسلمانان دې د لمانځه غم پخپله وخوري

د انځور حقوق AFP
Image caption هند کې له بل هر هېواد تر ټولو ډېر جوماتونه دي.

هند د مسلمانانو د شمېر له مخې له اندونیزیا او پاکستان وروسته د نړۍ دریم تر ټولو لوی هېواد دی.

په هند کې د مسلمانانو شمېر ۱۸ کروړه یا۱۸۰ میلیونه دی.

هند نړۍ کې تر ټولو ډېر جمهوري یا ولسواک هېواد دی.

د قانون له مخې یې هر شخص بشپړه مذهبي ازادي لري.

له وېرې او خطرې پرته دیني مراسم ترسرولی او مذهب پرېښودلی شي.

* د احمد شاه بابا د لمانځه ځای او د هر چا کور

* بلخ کې د اسلام له راتګ سره جوړ شوی جومات

که یو څوک وغواړي خپل دین بدلولی هم شي.

هر څوک د خپل مذهب او دین د تبلیغولو او دودولو ازادي لري.

د ځینې معلوماتو له مخې د نړۍ تر ټولو ډېر جوماتونه هند کې دي.

مختلفې شمېرې وايي، هند کې له دریو تر پنځو لکو جوماتونه دي.

تېر یادونه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption هند کې ځینې جوماتونه سلګونه کلونه مخکې جوړ شوي، ځکه د سیلانیانو پام هم ور اوښتی.

پر دې سربېره دغه هېواد کې زرګونو، هدیرې، مزارونه، درګاوې او نور ډېر داسې څه شته چې د مسلمانانو د ماضي یاد تازه کوي.

په دودیز ډول هند کې مذهبي زغم شته او د مختلفو دینونو خلک له یو بل سره ګډ اوسېږي.

د عبادت لپاره د جوماتونو جوړېدلو ته هم کوم خنډ پیدا شوی نه دی.

د مسلمانانو د شمېر ډېرېدلو سره د جوماتونو شمېر هم ډېر شوی دی.

* کعبه شریفه په نوې جامه کې

* تهران کې په لمبه يي موادو سره پر جومات برید وشو

تېرو ۳۰-۳۵ کلونو کې د هند له اقتصادي ودې سره لویو لویو ښارونو کې د دندې او روزۍ ګټلو نوې لارې پرانیستل شوې دي.

دې کلونو کې له کلیو په لسګونو میلیونو خلکو د لویو ښارونو لار نیولې ده.

په لسګونو میلیونو مسلمانان هم ښارونو ته شېوه شوي دي، چې ډېر پام یې روزي ګټلو او دندې پیدا کولو ته دی.

نوییډا، بنګلور، پونه، ګروګرام، ډېلي، حیدراباد او فرید اباد کې نوې نوې مېنې یا ښارګوټي جوړ شوي دي.

په دې نویو مېنو کې غالب اکثریت هندوان دي.

هندو درمسال جوړ کړ، خو مسلمان جومات نه

د انځور حقوق AFP
Image caption ځینې توندلاري هندوان پرانیستو سیمو کې د مسلمانانو د لمونځ خلاف دي.

د هندوانو مذهبي ادارو او خپله هندوانو له خپلو مذهبي اړتیاوو سره سم خپل عبادتځي جوړ کړل.

خو مسلمانانو د خپل کم نفوس او تیت پرک والي له امله نوي عبادتځي جوړ نه کړل.

تېرو دوو لسیزو کې د مسلکي کارګرۍ ترڅنګ د لوستو او منځني پوړ مسلمانانو شمېر هم په سوداګریزو او کاروباري ښارونو کې پام وړ زیات شو.

سترو ښارونو کې جومات جوړول خورا ډېر ګران کار دی.

* څېړنه: لمونځ د ملا دردونه کموي

* د نابلس له جوماتونو د اذان پرځای سندره خپره شوې

دا چې مسلمانان منظم نه دي، ښارونو کې هم د ډېرو جوماتونو جوړولو اړتیا شته، خو دوی نه دي جوړ کړي.

بل دا چې دغه وخت ورو ورو هند کې دا بدلون راغی، چې نویو سیمو کې د جومات جوړولو منظوري ګران کار دی.

ځینې سیمو کې د ځايي خلکو د مخالفت له امله د جوماتونو منظورېدل هم له ستونزو سره مخ شوي دي.

پر سړکونو لمونځ

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption د جمعې په ورځ اجمیر کې مسلمانان د لمانځه لپاره سره ټولېږي.

د جوماتونو د کمښت په سبب په ډېرو سیمو کې مسلمانان لمونځ په تېره د جمعې په ورځ تشو سرکاري ځمکو او پلاټونو کې کوي.

ځینې ځایونو کې له جوماتونو د مسلمانانو صفونه تر ډېره له جومات بهر وتلي او سړک کې خواره شوي وي.

مسلمانان په ځینې ځایونو کې د اختر لمنځونه پر سړکونو او سترو لارو کوي.

* د عبادت لپاره لاسپېکر ضروري دی؟

* چین ولې ښځو ته جوماتونه ځانګړي کړي؟

د لمونځ پر مهال څو ښارونو کې لارې بندېږي او ترافیک بدلې لارې جوړوي.

ډېر ټولنپوهان باوري دي چې خلکو کې د مسلمانانو خلاف کرکې پیدا کولو کې همدا پر پرانیستو سیمو او سړکونو لمونځ کول هم مهم رول لري.

که څه هم دین د هر هندي وګړي یو ځانګړی او شخصي کار دی، حکومت پکې څه لاسوهنه نه غواړي.

خو ښاري پلانونو کې چې څنګه د ښوونځیو، پوهنتونونو، روغتونونو او نورو اسانتیاوو تیاری کېږي، دا ډول مذهبي اړتیاوو ته هم پام ضروري دی.

بې جوماته نوي ښاري پلانونه

د انځور حقوق AFP
Image caption ځینې سیمو کې ځایوال د مسلمانانو د جومات جوړېدلو خلاف دي.

نویو ښاري پلانونو کې حکومت او ښاروالیو ډېرو سیمو کې د مسلمانانو د جوماتونو اړتیا ته پام نه دی کړی.

خو مسلمانانو په ټولیز ډول د ځان لپاره د دې اسانتیا برابرولو لپاره حکومت ته سترګې نیولې او ځان مظلوم بولي.

ډېلي ته څېرمه ګروګرام ښار کې ځینې هندو ډلې په پرانیستو ځایونو کې د لمونځ سره مخالفت کوي او حکومت یې هم خلاف دی.

ډېر خلک دا مخالفت د هندوګرۍ یا هندتوا د ایجنډا له مخې بولي.

دوی وایي، هندوان ډېر مذهبي مراسم سرکاري ځمکو کې تر سره کوي.

خو د دې بجث مهم اړخ دا هم دی چې مسلمانان د سړکونو او پرانیستو سیمو په ځای لمونځ جوماتونو او ټاکلو ځایونو کې وکړي.

لمونځ د مسلمانانو شخصي عمل دی او د دې په ځای چې حکومت ته سترګې نیسی پخپله دې لاس پکار شي.