"فلسطینیان انګېري چې بې پروا نړۍ تر مرګه هېر کړي"

. د انځور حقوق Getty Images

ګارډین ورځپاڼې د فلسطین د وروستیو پېښو په تړاو یو مطلب خپور کړی چې سرلیک یې دی په غزه کې فلسطینیان فکر کوي چې تر مرګه د بې پروا نړۍ له خوا له پامه غورځول شوي.

ورځپاڼه زیاتوي، وروستیو بدلونونو ته په کتو داسې ښکاري چې د فلسطین او اسراییل ترمنځ سوله یوازې یو خیال دی، خو وايي اړتیا ده چې د فلسطین خپلواکه اداره او په غزه کې واکمن حماس خپل اختلاف یوې خواته کړي چې وکولی شي د غزې اوسیدونکو ته د څښاک اوبه، برېښنا او نورې اړتیاوې ور پوره کړي.

مصر ته هم پکار ده چې له غزې سره ګډه پوله په منظمه توګه پرانیزي او په دې سره به د غزې کلابندي ماته شي.

پاکستانۍ ایکسپرېس ټرېبیون

ایکسپریس ټریبون لیکي دافغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزي د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ناصر جنجنوعه ته ویلي، افغانستان او پاکستان ګډې ننګونې او ګډ فرصتونه لري.

ورځپاڼه زیاتوي، ښاغلي کرزي ویلي، پاکستان د افغانستان د ستونزې د حل یوه برخه ده.

ورځپاڼه دغه راز زیاتوي دواړو هوکړه کړې چې د سوداګرۍ مسایل به له سیاست سره نه ګډوي او د حل لپاره به یې ګډ کار کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption حکمت خلیل کرزی

جاپان ټایمز ورځپاڼه

جاپان ټایمز لیکي یوه ډله جاپاني څېړونکو ویلي د سپوږمۍ په قطبۍ برخو کې اټکل دی چې د کنګل په بڼه زیاتې اوبه شته دي . د ورځپاڼې د دې مطلب له مخې وړاندې فکر کېده په سپوږمۍ کې اوبه شته خو لږ دي، خو اوس دا نوې څېړنه اټکل کوي چې اوبه په قطبي برخو کې دې او ښې پریمانه دي.

ساوت چاینا مارنینګ پوسټ

ساوت چاینا مارنینګ پوسټ لیکي، د روسیې ولسمشر هغه پول پرانیست چې له یوې پیړۍ را هیسې د روسانو ارمان و.

دا پول نږدې شل کیلومتره اوږوالی لري، چې د کریمیا د روسیې له خاورې سره نښلوي. د ورځپاڼې په باور دا پول اوس د ولادیمیر پوتین لپاره په یوه سمبول بدل شوی دی.

ورځپاڼه چې خپله سرمقاله یې همدې موضوع ته ځانګړې کړې وايي تزاري مشرانو ددې پول جوړولو هڅه کړې وه او بیا په ۱۹۳۰ کال کې هم ورته هڅه وشوه خو دا دی پوتین وتوانید چې هغه بشپړه کړي.

کویټۍ الوطن ورځپاڼه

کویټۍ ورځپاڼې الوطن د مدني فعالانو هغه اعتراضونو ته اشاره کړې چې سعودي ته د یوې عربۍ قبیلې د یوه مخور د سپارلو له امله شوي دي.

دا مخور نواف الرشید نومیږي چې کویټي چارواکي وايي، سعودي عربستان ته د چارواکو د غوښتنې له مخې سپارل شوی . نواف د سعودي او هم د قطر تابعیت لري.

دوی غوښتنه کړې چې چارواکي باید هغه قانوني دلایل وړاندې کړي چې دا قبایلي مشر یې له مخې سعودي ته سپارل شوی دی. نواف د عربي قبیلي شمیر یو مخور دی، چې پلار یې شاعر و او ده هم په سعودي کې په ډیرو فرهنګي فعالیتونو کې برخه لرله.