ټرمپ د شمالي کوریا د اندېښنو لرې کولو هڅه کوي

د ټرمپ خبرې د امریکا د ملي امنیت د مشاور پخوانۍ خبرې ردوي د انځور حقوق Reuters
Image caption د ټرمپ خبرې د امریکا د ملي امنیت د مشاور پخوانۍ خبرې ردوي

د امریکا ولسمشر ډونلډ تړمپ وايي د لیبیا په څېر د شمالي کوریا د اټومي وسلو د له منځه وړلو په فکر کې نه دی.

ډونالډ ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې پخپلو خبرو کې هڅه وکړه، د شمالي کوریا مشر ته ډاد ورکړي چې د دوی د اټومي وسلو د له منځه وړلو په لټه کې نه دی.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت مشاور جان بولټن پخپلو وروستیو خبرو کې ویلي وو، د شمالي کوریا د اټومي فعالیت په درولو کې به له هغه تجربو کار واخلي چې پر لیبیا هېواد یې ترسره کړې وې.

د امریکا د ملي امنیت د مشاور دغه څرګندونې د شمالي کوریا له توند غبرګون سره مخامخ شوې.

شمالي کوریا اتومي او توغندیزې ازموینې "ځنډوي"

۶۵ کاله وروسته د شمالي کوریا یو ولسمشر جنوبي کوریا ته ولاړ

پیونګ یانګ کې د شمالي کوریا او د سي ای اې د مشرانو لیدنه

چین ته د شمالي کوریا د مشر تګ تایید شو

د لیبیا پخوانۍ مشر معمر القذافي، په ۲۰۰۳ کال کې د خپل هېواد د اټومي وسلو د فعالیت له درولو سره هوکړه وکړه خو اته کاله وروسته د خپلو هغو مخالفانو له لوري ووژل شو چې لوېدیځ هېوادونه یې ملاتړي وو.

د ښاغلي بولټن له خبرو وروسته شمالي کوریا وویل ښايي د دې هېواد مشران به د جون دولسمې په ناسته کې ګډون ونه کړي.

خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ بیا وايي، له کېم جونګ اون سره د نوموړي ليدل نه دي لغوه شوي:

" موږ په جریان کې نه یو چې کوم څه بدلون کړی وي. موږ ته څه نه دي ویل شوي".

د امریکا ولسمشر تړمپ وویل له شمالي کوریا سره د داسې یوې هوکړې په لټه کې دی چې له مخې یې کېم جون اون په خپل هېواد کې پاتې شي، خپل هېواد به اداره کوي او هېواد به یې ډېر پیاوړی شي".

د ښاغلي ټرمپ په خبره نوموړی غواړي شمالي کوریا د سویلي کوریا په څېر شي نه د لیبیا په څېر.

د ښاغلي ټرمپ خبرې هغه مهال خپرې شوې چې شمالي کوریا د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، تر هغې به له امریکا سره خبرې ونه کړي چې را پورته شوي اختلافونه له منځه نه وي تللي.

د شمالي کوریا د خبرو اترو یوه مشر (ري سون ګون) په خپلو خبرو کې د جنوبي کوریا دولت " په تنبلۍ او بې فکرۍ" تورن کړ.

ورته مطالب