پر مخالفتونو سربېره یوه ښځه د سي ای اې لومړنۍ مشره شوه

. د انځور حقوق CIA

د امريکا سنا جرګې له سخت مقاومت وروسته بالاخره جينا هسپېل د امريکا د پلټنو مرکزي ادارې يا سي اى اې د مشرې په توګه ومنله.

اغلې هسپېل ٥٤ مثبتې او ٤٤ منفي رايې ترلاسه کړې دي او لومړنۍ ښځه ده چې د سي اى اې مشرۍ ته رسېږي.

نوموړې په ټايلند کې د يوه داسې مرکز مشري کوله چې ويل کېږي په کې د مصنوعي ډبونې په څېر د کړونې تکتيکونه کارېدلي وو.

* د امريکا له کانګرس بهر ډزو کې ښځه وژل شوې

* د امریکا پر بیرغ د ښځې متیازې کولو ویډیو جنجال جوړ کړ

* د حزب الله ډلې پر مشرانو بندیز

* د اټومي تړون پرېکړه به امریکا ګوښې کړي؟

د سنا د استخباراتي چارو جرګه ګۍ مرستيال مشر مارک وارنر وايي، اغلې هسپېل يې په خپله دې وينا چې دا تکتيکونه بايد کارول شوي نه وای، د ده قناعت ترلاسه کړى.

"جينا هسپېل داسې ليکلي و، چې تېر ته په کتو او د دغې ادارې د يوۀ لوړ پوړې مشرې په توگه د خپلې تجربې له مخه دا وايم چې سي آى اې بايد د پوښتنو ګروېږنو پياوړې شوې طريقه نه واى کارولې.

زما په اند دا په څرګنده ډول د يوه مشر وده څرګندوې چې له تېرو تېروتنو يې زده کړه کړې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نوموړې لومړنۍ ښځه ده چې د سي آى اې مشرۍ ته رسېږي

زما په اند جينا هسپېل داسې يوه څوک ده چې کولاى شي د ولسمشر پر وړاندې ودرېږي.

هغه به د ځواک پر وړاندې رښتيا وايي او که ولسمشر هغې ته د يوې ناقانونې او يا غیر اخلاقي کړنې حکم کوي، نو هغه به ورته نه ووايي."

د بشري حقونو څار ډلې وايي اغلې هسپېل له ټايلنده د باندې هم د شکنجې نور پروګرامونه څارلي دي خو په دغه لړ کې د نوموړې ونډه يا رول د سي اى اې له خوا پټ ساتل شوى دى.

ولسمشر ټرمپ وړاندې د مشکوکو ترهګرو پر ضد د مصنوعي ډبونې د بيا پيلولو غږ کړى و.

ورته مطالب