اوونیز بحث: بيت المقدس ته د امريکا سفارت لېږدول به څه اغېز ولري؟
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اوونیز بحث: بيت المقدس ته د امريکا سفارت لېږدول به څه اغېز ولري؟

بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د لېږدولو په ورځ غزې کې د مظاهرو پرمهال د نژدې ۶۰ فلسطینیانو له وژل کېدو او سلګونه نورو ژوبلېدو وروسته یو ځل بیا په نړیواله کچه د فلسطینیانو او اسرایلو ترمنځ کړکېچ اندېښنې رامنځ ته کړې دي د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دې فلسطینیانو یاد ته د درناوي په پار د یوې دقیقې چوپتیا غوره کړه.

د اسرایلو لخوا پر مظاهره چیانو ډزې په نړیواله کچه غندل شوې دي. خو په امنیت شورا کې د امریکا استازې اسرايیل ستایلي او ویلي یې دي، چې بل هېڅ هېواد به په داسې حالت کې دومره پام نه وای کړی.

راډیوي بحث کې په دې غږېږو چې روان تاوتریخوالي ته په کتو وضعه کوم لور ته روانه ده؟

د امریکا دا ګام چې سفارت یې بیت المقدس ته ولېږدولو دا کړکیچ څومره پیچلی کړی؟ د عربي هېواد او ایران رول څه ډول دی او د تاوتریخوالي کمولو کې مرسته کولی شي یا په دې لړ کې خپل رول لوبوي.

د خپرونې مېلمانه په افغانستان کې د منځني ختیځ د چارو کارپوه الله نور سیلاب ساپی، په امریکا کې د چارو شنونکي واحد فقیري او د لندن په سټوډیو کې امان الله عمران چې تر کالونو يې په عربي نړۍ کې د خبریال په توګه دنده ترسره کړې او د هغه ځاي چارې له نژدې څارلې دي.