اخوان المسلمين: اردن دې افغان ځواکونه نه روزي

د اردن اسلام پالې ډلې له دې سره مخالفې دي چې ځواکونه يې افغان سرتيري وروزي د اخوان المسلمين ګوند د اردن حکومت ګواښلی چې د افغان ځواکونو په روزنه کې برخه وانخلي .

وړاندې د ناټو سرمنشي اندري فو راسموسن د اردن له حکومته د افغان ځواکونو د روزنې غوښتنه کړې وه .

د اخوان المسلين عمومي څارونکي دوکتور همام سعيد ويلي : "هيله من يو چې د اردن حکومت د ناټو دا ډول غوښتنې ته مثبت ځواب ونه وايي، ځکه چې دا کار اردن شخړمنو مسايلو ته ور کشوي ."

ښاغلي سعيد د اخوان المسلمين پر يوې رسمې وېبپاڼې دا هم ويلي چې د ناټو دا وړانديز منل " د اردن د ټيکاو لپاره ګواښ دی . "

اخوان المسلمين د ناټو غوښتنې ته داسې مهال خپل غبرګون ښودلی، چې د اردن د حکومت يوه وياند نبيل الشريف ويلي چې اردن د ناټو پر دې غوښتنې سلامشوره کوي .

د اخوان المسلمين څارونکي همام سعيد زياتوي "د افغانستان په روانه جګړه کې د اردن ښکېلتيا د دغه هېواد په ګټه نه ده " .

د اخوان لمسلمين دريځ

نوموړي ويلي :"که چېرې اردن د افغان ځواکونو روزنې ته ورودانګي، افغانستان کې به له امريکايي اوناټو ځواکونو سره د ولسي خلکو په وژنه کې شريک شي . "

همام سعيد ويلي دا څرګندونې يې د اخوان المسلمين له منشور سره سمې کړې دي .

تېره اوونۍ د ناټو سرمنشي په عمان کې يوې خبري ناستې ته وويل :"ناټو د اردن په ګډون له ځينو هېوادونو غواړي چې د افغان ځواکونو په روزنه کې برخه واخلي ."

نوموړي ويلي چې "اردن په پوځي روزنه کې پوره تجربه لري، لسګونه زره پوځيان يې روزلي او د 65 زره عراقي پوليسو په روزلو کې يې هم برخه اخيستې ده . "