مولوي فقير محمد : زۀ ژوندى يم

د تحريک طالبان پاکستان مرستيال امير له سېمې څخه د وتلو خبره هم رد کړې.

څو ورځې وړاندې په پاکستاني مېډېا کې د مولوي فقير د مړينې په اړه راپورنه خپاره شوي و. په دغه راپورنو کې ويلې شوي وو چې مولوي فقير په مومند اېجنسۍ کې د ځينې مهمو ملګرو سره د امنېتې سرتېرو په بمبار کې وژل شوى دى.

خو نن ( پنجشنبه\زيارت د مارچ ١١ ) له يوه ناڅرګند ځاى څخه د ټيليفون په ليکه مولوي فقير بي بي سي ته وويل چې هغه ژوندى دى او اوس هم باجوړ کې موجود دى.

نوموړي د خپلو دوه ملګرو قاري ضياالرحمن او فاتح محمد په اړه وويل چې هغوى هم سلامت دي.

پاکستاني رسنيو د طالبانو د دوه مهمو قوماندانانو قاري ضياالرحمن او فاتح محمد د مړينې راپورنه هم ورکړي وو.

مولوي فقير محمد زياته کړه کوم ځاى چې د امنيتي سرتيرو لخوا په نښه شوى وو دوى هلته موجود نه وو.

هغه وويل په دغه بريد کې د يوې مېرمنې په ګډون يو شمير عادي وګړي ټپي شوي وو.

روانه اونۍ د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمن ملک پېښور کې خبرېالانو سره د خبرو پر وخت ويلې و امکان دى چې مولوي فقيرسره د دوه مهم قوماندانانو د مومند اېحنسۍ په عملياتو کې وژل شوى وى.

رحمن ملک ويلې وو د ا خبره به دهغه لپاره د حيرانتيا ډکه وي که چيرې مولوي فقير له بريده روغ وتلى وي.

نوموړي د ا هم ويلې وو کېداشي چې ډېر ژر د مولوي فقير د وژلو خبر تاييد شي.

مولوي فقير وويل چې هغوس د هيواد او عوامو په خاطر د پاکستاني ځواکونو پر ضد د مقاومت نه کولو په خبره اوس هم ټينګ ولاړ دي.

مولوي فقير د تحريک طالبان د مشر حکېم الله مسعود د وژلو خبره هم رد کړه.

د حکيم الله مسعود په اړه وېلي کېږي چې هغه تېره مېاشت په وزيريستان کې د امريکايي څارګرې الوتکې په بريد کې وژل شوس ، خو طالبان تر اوسه د اخبر رده وي.

ورته مطالب