چين د امريکا نيوکې رد کړې

د چين لومړي وزير وين جياباو
Image caption د چين لومړی وزير ويلي هېواد يې د کوپنهاګن د هوا د بدلون په سرمشريزه کې ښه رول لوبولی دی .

د چين لومړي وزير وين جياباو هغه نيوکې رد کړې چې وايي دغه هېواد د خپلو صادراتو د پراختيا لپاره، د خپلې پيسې (ین) نرخ ټيټ ساتي .

ښاغلی وین ټینګار کوي چې ین کم ارزښته نه دی او وایي چې اوسمهال ډیر شمیر اروپایي او آسیایي هیوادونه چین ته صادرات لري.

ښاغلي وین چې د پارلمان د کال په وروستی غونډه کې په پیکینګ کې خبرې کولې وویل چې د چین پیسه به یې خپل ثبات همداسې وساتي .

چين له امريکا په دې هم خوابدی دی، چې ګني مذهبي تبتي مشر دلای لاما ته يې سپينې ماڼۍ ته د تګ اجازه ورکړې او هلته يې له ولسمشر اوباما سره کتلي دي .

پکين وايي دلای لاما يوه شړل شوې څېرده ده او غواړي چې تبت له چين څخه جلا کړي .

د ويلو ده چې د امريکا د کانګرس غړي او يوشمېر نورې امريکايي سوداګريزې ټولنې وايي چې د چين حکومت غواړي په سلو کې څلوېښت د ين بيه ټيټه وساتي .

وين د تېرې شنبې په ورځ خبريالانو ته وويل : "ګمان نه کوم چې ين دې قصدآ ټيټه ساتل شوې وي، پر دې سربېره موږ د هغو هېوادونو د تور له ګوتو ځانونه ساتلي، چې نورو هېوادونو ته يې نيسي او يا دباو پرې راوړي چې خپل اسعار پورته کړي ."

د ويلو ده چې ين (چې د چين رسمي کرنسي ده او مانا يې د ولس کرنسي ده) تر 2005 کال پورې پر ډالر پورې تړلې وه، خو بيا د چين حکومت پرېکړه وکړه چې د خپلې کرنسۍ ارزښت په سلو کې شل فيصده لوړ کړي .

خو کله چې په 2008 کال په نړۍ کې اقتصادي بحران رامنځ ته شو، چين خپله کرنسي له ډالر سره وتړله .

د چين لومړی وزير ويلي هېواد يې د کوپنهاګن د هوا د بدلون په سرمشريزه کې ښه رول لوبولی دی .

د کوپنهاګن په سرمشريزه ېک امريکا، برتانيا او يو شمېر نورو لوېديزو هېوادونو پر چين نيوکه کوله، او پکين يې تورن کړ چې ګني د کاربون په کارونګ کې کموالی نه راولي چې د هوا د ککړتيا اساسي لامل ګرځي .

خو د چين حکومت وويل هېواد د کاربون په کارولو کې ډېر کمښت راوستی دی .

چين ته د تور دا ګوته هم نيول کېده، چې ګني په کوپنهاګن سرمشريزه کې يې ګډون ونه کړ، خو چين وايي چې د دغې سرمشريزې په اړه دوی ته هېچا هم بلنه نه وه ورکړې .