سوات: مېنګوره کې ځانمرګی 14 ووژل

د پاکستان شمال لوېديځ سوات درې په مېنګوره کې د پوليسو د تلاشۍ پوستې ته نژدې ځانمرګي بريد لږ ترلږه 14 تنه وژلي او تر 60 ډېر نور يې ټپيان کړي دي .

پاکستاني پوليسو ويلي بريد نن سهار (شنبه، د مارچ 13مه) سهار مهال وشو .

د مېنګورې د پوليسو يوه مشر نور ولي خان بي بي سي ته وويل نن سهار د مېنګورې محکمې او تلاشۍ پوستې ته نژدې د رکشا په وسيله ځانمرګی بريد وشو .

نوموړی وايي چاودنې ته څېرمه ګڼ ګاډي له منځه تللي او ورڅېرمه ودانيو ته هم سخت زيان اوښتی دی .

دی وايي چې ټپيان د سيدو شريف روغتون ته لېږدول شوي .

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او لومړي وزير سيد يوسف رضا ګيلاني د مېنګورې بريدونه په سختو ټکو غندلي دي .

دواړو پاکستاني مشرانو په بريدونو کې د وژل شوو له کورنيو سره ژوره غمشريکي او خواخوږي اعلان کړې ده .

ګيلاني او زرداري په دوو جلا ويناپاڼو کې ويلي چې دا ډول بريدونه به د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې د پاکستان هوډ کمزوری نه کړي .

عيني شاهدانو ويلي د چاودنې له امله ټول بازار تړل شوی او په سيمه کې ګرځبنديز لګول شوی .

د عيني شاهدانو په وينا، د چاودنې له ځايه لوګی پورته کېږي او سيمه کلابنده شوې ده . دا په روان کال کې په سوات کې دويمه خونړۍ پېښه ده .

تېر کال په سوات کې پاکستاني پوځ د اورپکو پرضد سخت عمليات وکړل او ځينې سيمې يې تر خپل کنټرول لاندې راوستې .

د سوات په مېنګوره کې دا بريد داسې مهال شوی، چې تېره ورځ د پاکستان په ختيځ لاهور ښار کې دوو ځانمرګو بريدونو 45 تنه ووژل او شاوخوا 100 نور يې ټپيان کړل .

بيا وروسته د ورځې په اوږدو کې شپږ نورې چاودنې هم وشوې، خو رپوټونه وايي چې مرګ ژوبله يې نه درلوده .

بل خوا د تحريک طالبان پاکستان د مېنګورې او لاهور د بريدونو پړه پرغاړه اخيستې ده .

دغې ډلې د لاهور د تېرې ورځې بريدونه پړه هم پرغاړه واخيسته .

تحريک طالبان پاکستان ويلي په سوات کې د تلاشۍ پر پوستې بريد د دوی کسانو کړی .

د دغې ډلې يوه وياند اعظرم طارق بي بي سي ته په تېلې فوني خبرو کې ويلي ترهغه به خپلو بريدونو ته دوام ورکوي، چې پاکستان او د امريکا بې پيلوټه الوتکو د اورپکو پرضد عمليات نه وي درولي .

د تېرې دوشنبې تر بريدونو وروسته پاکستاني طالبانو ګواښ کړی و، تر هغه چې پاکستان او د امريکا بې پيلوټه الوتکو د وسله والو پرضد خپل عمليات او بريدونه نه وي درولي، دوی به په ټول پاکستان کې 3000 ځانمرګي بريدګر خواره واره کړي .

د امريکا متحده ايالتونو د لاهور د تېرې ورځې بريدونه په سختو ټکو غندلي او ويلي دي چې دا ډول بريدونه له پاکستان سره د اورپکو پرضد د امريکا ملاتړ نه شي زيانمنولی .

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن ويلي د ولسي وګړو وژنه هېڅ توجيه نه لري، او د وژل شوو کورنيو ته يې د تسليت پيغام ويلی دی .

پاکستان د افغانستان پولې ته څېرمه په نارامه قبايلي سيمه کې له اورپکو سره په جګړه بوخت دی .

په تېره يوه مياشت کې پاکستان د طالبانو ځينې جګپوړي مشران ونيول .

رپوټونه وايي چې په تېرو شپږو میاشتو کې پاکستان کې د اورپکو په بريدونو کې سلګونه ولسي وګړي وژل شوي .

په اسلام اباد کې د بي بي سي خبريال عليم مقبول وايي داسې نښې نښانې نه شته، چې ګني پاکستان کې دې د تاوتريخوالي کچه راټيټه او يا ارامي راشي .

په تېر اکتوبر کې وسله والو په لاهور ښار کې د امنيتي ځواکونو پر درو ودانيو بريدونه وکړل، چې په پايله کې 38 تنه ووژل شول .

او په تېر دسمبر مياشت کې بيا په دغه ښار کې دوو زورورو چاودنو 48 تنه ووژل او تر 100 ډېر نور يې ټپيان کړل .