د اسراييل سفير: له واشنګټن سره مو اړيکي ترينګلي شوي

اسراييل
Image caption دا په تېرو 35 کلونو کې د تل ابيب او واشنګټن ترمنځ د دپلوماتيکو اړيکو د خړ پړ کېدو لومړی ځل دی .

د اسراييلو رسنيو په واشنګټن کې د اسراييلو د سفير له خولې ويلي چې له امريکا سره يې اړيکي ډېر ترينګلي شوي دي .

په واشنګټن کې د اسراييلو سفير ميخاييل اورين ويلي چې دا په 35 کلونو کې لومړی ځل دی چې د تل ابيب او واشنګټن دپلوماتيکي اړيکي سره ترينګلي کېږي .

د اسراييلو او امريکا تر هغه وروسته سره خراب شول، چې اسراييلو په لوېديځ بيت المقدس کې د اسراييلو مېشتځايونو د درولو غوښتنه ونه منله .

اسراييلي حکومت اعلان وکړ، چې د ختيځ قدس په رامات شلومو سيمه کې د اسراييلو لپاره 1600 نوي مېشتځايونه جوړوي .

امريکا هڅه کوله چې فلسطينيان او اسراييل خبرو ته راضي کړي .

په واشنګټن کې د اسراييلو سفير ميخاييل اورين د اسراييلو يوې ورځپاڼې (يديعوت حرونوت) ته د بنيامين نتنياهو خبره تکرار کړې، چې وايي د نويومېشتځايونو پرسر د اسراييل او واشنګټن او تل ابيب اړيکي سره خراب شوي .

دغې اسراييلۍ ورځپاڼې د سفير اورين له خولې ليکلي چې : ((له امريکا سره د اسراييلو اړيکي له 1975 کال راوروسته د لومړي ځل لپاره د خرابېدو په حال کې دي، دا يوه ابعاد لرونکې تاريخي پديده ده .))

داسې ښکاري چې د اسراييلو سفير په خپلو خبرو کې ويلي واشنګټن دې خبرې ته اشاره کول غواړي چې په 1975 کال يې تل ابيب د 1973 د اکتوبر مياشتې تر جګړې وروسته له سيناء څخه وتلو ته اړيست .

خو د اسراييلو د بهرنيو چارو وزارت بيا په واشنګټن کې د خپل سفير پر څرګندونو کوم غبرګون نه دی ښودلی .

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن پر اسراييلو د تندې لهجې لفظي بريد وکړ او د مېشتځايونو جوړول يې يو سپک کار وباله خو په عين حال کې يې وويل چې د تل ابيب او واشنګټن ترمنځ اړيکي به نه خرابېږي .