اجمل خټک: شعر او سياست

ارواښاد اجمل خټک
Image caption اجمل خټک په نظم او نثر کې په لسگونو اثار ليکلي دي خو په شعر کې ېې د "غيرت چغه" د ملتپالۍ يا نېشنلزم يو شاهکار گڼل کيږي. د نوموړي شاعرۍ د ډيرو خلکو په ذهن او فکر کې انقلاب راوستى او له همدې کبله ده ته "انقلابي شاعر" هم ويل شوي دي.

نوموړى د ٢٠١٠ د فبرورۍ پر اوومه په پنځه اتيا کلنۍ کې له دې نړۍ وکوچېدى او پېښور ته نږدې په خپل پلرني ټاټوبي، اکوړه خټک کې خاورو ته وسپارل شو. خو د نوموړي غږ ا وشعر به تر ډيره پاته وي.

اجمل خټک د خپل سياسي ژوند پيل له خدايي خدمتگار غورځنگ څخه وکړ چې بنسټ ېې د عدم تشدد يوۀ مخکښ خان عبدالغفار خان ايښى ووچې د باچاخان او فخر افغان په نومونو هم پېژندل کيږي.

اجمل خټک وروسته د پښتون ملت پال، عوامي نېشنل گوند، مشر او همدارز په پاکستان کې د محکومو قامونو د سياسي گوندونو ايتلاف (پونم) مشر هم وو.

اجمل خټک په نظم او نثر کې په لسگونو اثار ليکلي دي خو په شعر کې ېې د "غيرت چغه" د ملتپالۍ يا نېشنلزم يو شاهکار گڼل کيږي. د نوموړي شاعرۍ د ډيرو خلکو په ذهن او فکر کې انقلاب راوستى او له همدې کبله ده ته "انقلابي شاعر" هم ويل شوي دي.

په دې مرکو کې د اجمل خټک د شعر او ادبي هلو ځلو ترڅنگ، په عمومي توگه د پښتو شعر، شعر اوسياست، پښتون ملتپال سياست او روانو سيمه ييزو او نړيوالو حالاتو پۀ اړه د زړه خواله شوي دي.