د تايلنډ لومړی وزير استعفا نه مني

تايلنډ کې لاریون کوونکي
Image caption لاريون کوونکي وايي که لومړی وزير استعفا ونه کړي او پارلمان منحل نه شي، دوی به خپل لاريون لانور پسې تېز کړي.

په ټایلند کې د حکومت ضد احتجاج کوونکي په پلازمېنه بنکاک کې د هغو پوځي بارکونو په لوري خوځېدلي چې لومړی وزیر هلته اوسیږي .

احتجاج کوونکي له لومړي وزیر غواړي چې استعفا ورکړي او ټاکنې ترسره کړي خو لومړي وزیر ابي زیت وجیا جیوا په ملي ټلویزیون راښکاره شو چې ووایي نوموړی د احتجاج کوونکو غوښتنو ته غاړه نشی اېښودای .

نوموړي ویلي ټاکنې باید تر عمومي قوانینو لاندې، په آرامه او ریښتیني توګه ترسره شي

شاوخوا 50 زره سرتېري او پولیس په پلازمینه بنکاک کې ځای په ځای شوي .

زياتره احتجاج کوونکي د پخواني لومړي وزیر تاکسین شین واترا ملاتړي دي .

بل خوا د تايلنډ لومړي وزير وجياجيوا د دوشنبې په ورځ ويلي چې له خپلې دندې به استعفا ونه کړي .

ټولو لاريون کوونکو سره کميسونه اغوستي، چې له تېرې جمعې ورځې راهيسې د تايلنډ له يو شمالي کليوالې سيمې، چې د ښاغلي شين واترا ټاټوبی دی، پلازمېنې ته مخه کړې ده .

Image caption لومړي وزیر ابي زیت وجیا جیوا وايي چې استعفا نه کوي.

د لاريون سنبالوونکو ژمنه کړې، چې خپل سوله ييز لاريون به پرمخ وړي ، خو که چېرې يې حکومت غوښتنې ونه مني، ښايي په تاوتريخوالي هم لاسونه پورې کړي .

ابي زيت پر تلوېزيون ويلي ((لاريون کوونکي د پارلمان منحل کول غواړي، خو د دوی دا غوښتنه د منلو وړ نه ده . ))

له تېرې جمعې ورځې راهيسې بنکاک کې لسګونه زره لاريون کوونکي واټونو ته راوتلي دي او د بيا ټاکنو غوښتنه کوي .

د لاريون يوه سنبالوونکي ويرا موسيکابونج لاريون کوونکوته په وينا کې وويل : ((د سرو کميسونو لاريون کوونکي د تايلنډ په هره برخه کې پر حکومت غږ کوي چې واک دې ولس ته وسپاري، او ژر تر ژره دې پارلمان منحل اعلان کړي، موږ به خپل لاريون ته شپه او ورځ دوام ورکړو .))

ورته مطالب