یمن: د القاعدې دوه جګپوړي غړي مو ووژل

يمن کې القاعده
Image caption د يمن دفاع وزارت د وژل شوو القاعده مشرانو هويت نه دی ښودلی .

په يمن کې چارواکي وايي د القاعدې دوه لوړ پوړي غړي د دوی په هوايي بريد کې وژل شوي د ي .

د يمن د دفاع وزارت وايي دې کسانو په مهمو ځايونو کې د عملياتو لپاره پلان جوړاوه .

وروسته له هغې چې د یوې ادعا له مخې په تېر دسمبر کې القاعدې د يوې امريکايي الوتکې د الوځولو هڅه کړې وه، د يمن حکومت په خپله خاوره کې د القاعدې پروړاندې بريدونه ته زور ورکړی دی .

د يمن دفاع وزارت وايي د دغه هېواد هوايي ځواک د القاعدې د مشرانو پر يوه ځای هوايي بريد کړی، چې غوښتل يې د ځينو ترهګريزو بريدونو پلانونه جوړ کړي .

دفاع وزارت په خپله خبرپاڼه کې د وژل شوو القاعده غړو هويت او نومونه نه دي په ډاګه کړي .

پوځ ويلي چې بريد د صنعا جنوب ختيځ ابين ايالت په موديه ولسوالۍ کې شوی .

يوې بلې فرانسوي سرچينې ويلي چې په هوايي بريد کې د القاعده ځينې نور غړي ټپيان شوي هم دي .

د يمن حکومت له تېر دسمبر راهيسې هڅه کوي چې له دغه هېواد د القاعدې جرړې وباسي .

په يمن کې القاعده د حکومت لپاره ستر سرخوږی دی .