واشنګټن له اسراييلو د سولې په اړه غبرګون غواړي

جوبايډن په اسراييل کې
Image caption د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي دوی اسراييلو ته په دې اړه انتظار کوي چې له فلسطينيانو سره د سولې په خبرو کې د خپلو ژمنتياوو پر سر د امريکا غوښتنو ته رسمي ځواب ورکړي. دغه پرمختيا د اسراييلو د هغه اعلان پر سر له ديپلوماتيکو ناندريو وروسته راځي له بيت المقدس نه د امريکا د مرستيال ولسمشر جو بايډن د ليدنې په مهال شوی و.

د امريکا مرستيال ولسمشر (جوبايډن) د دې لپاره اسراييلو ته تللی و چې له فلسطينيانو سره د نامخامخ خبرو د پيل په درشل کې له يهودي دولت نه د امريکا د ژور ملاتړ څرګندونه وکړي .

خو هغه څاپېړه چې ده پرمخ وخوړه، اوس داسې ښکاري چې واشنګټن ته يې ټکان ورکړی وي چې عمل وکړي .

د امريکا اداره د ناخوښۍ په يوې ساده وينا نه ده قانع شوې، او په دې خبره له خپلې عادي لارې وتلې چې وايي، د ډېر سپکاوي احساس يې کړی دی .

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند (فېلېپ کراولي) د خپلې تبصرې له زياتولو ډډه وکړه، خو ويې ويل د بهرنيو چارو وزيره هېلاري کلېنټن لا اوس هم د اسراييلو ځواب ته انتظار کوي :

((کله چې دې لومړي وزير ته زموږ ځانړګړې اندېښنې په ګوته کړې، دې د اسراييلو له حکومته د يوه رسمی ځواب غوښتنه وکړه، او موږ دغه ځواب ته به انتظار يوو .))

ښاغلي کراولي دا ونه ويل چې دغه ځانګړې اندېښنې به څه وي، خو داسې فکر کېږي چې واشنګټن د اسرايلو له خوا په دې اړه يو رسمي اعلان غواړي چې دغه هېواد د سولې خبرو د پيل په مهال د بيت المقدس په ګډون د وروستي حالت پر مسالو خبرو ته چمتو دی .

خو د اسراييلو لومړي وزير (بنيامين نتنياهو) د دوشنبې په ورځ د خپل هېواد پارلمان (کنېسټ) کې راڅرګند شو چې پر خپل دريځ ټينګار وکړي .

ده د اسراييو پارلمان ته وويل د څلوېښتو کلونو په اوږدو کې هېڅ داسې حکومت نه و چې په بيت المقدس کې يې د ودانۍ جوړولو کارونه کم کړی وي .

شک نه شته چې د ده خبره سمه ده، او په امريکا کې ځينې داسې تبصره کوونکي شته چې وايي دا بده خبره نه ده چې امريکا ته د اسراييلو رښتينی دريځ ورپه ياد کړی شي .

د دې په پرتله ډېر ښه دی، د هغه څه پر بنسټ په پټو سترګو تګ وشي چې واشنګټن يې کېدی شي د اسراييلو دريځ وګڼي .

په مهال د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشرې (کاترين اشټون) ويلي د اراييلو دا پرېکړه چې په نيول شوي بيت المقدس کې يهودانو ته کورونه جوړ کړي، د منځيني ختيځ خبرې له خطر سره مخامخ کوي .

(لېډي شټون) دغه خبرې په قاهره کې سيمې ته د خپل لومړي سفر په بيل کې د عربي ټولنې غړيو ته کولې. دې وويل اروپايي ټولنه د اسراييلو مېشت ځايونه ناقانونه او د سولې پر لار د يو خنډ په توګه ګوري :

Image caption تېره ورځ په واشنګټن کې د اسراييلو سفير ويلي وو چې دا په تېرو 35 کلونو کې د واشنګټن او تل ابیب ترمنځ د اړيکو د ترينګلتيا لومړی ځل دی.

((د اسراييلو دا وروستۍ پرېکړې چې په ختيځ بيت المقدس کې کورونه جوړ کړي، د نژدېوالي خبرو د پيل په اړه يې زړه نازړه موافقه له خطر سره مخ کړې او زيان يې ور رسولی دی.

د مېشت ځايونو به اړه د اروپايي ټولنې دريځ روښانه دی. مېشت ځايونه ناقانونه دي، د سولې پر لار يو خنډ جوړوي او د دې ګواښ کوي چې د دوو دولتونو حل ناشونی کړي، هغه حل چې د اسراييلو لومړی وزير وايي دی يې ملاتړ کوي. دی سمه خبره کوي، او له همدې امله دغه خبرې ډېرې اړينې دي .))

د مېشت ځايو جوړولو پرېکړې د سولې خبرو د برخليک پر سر اندېښنې زياتې کړې، او لا څرګنده نه ده چې تر کومه به يې اغېزې وغځېږي، خو امريکايي چارواکي ټينګار کوي له يهودي دولت سره د دوی اړيکي دومره پياوړې دي، چې وروستی تاوتريخولی يې نه شي زيانمنولی .

ورته مطالب