پنتاګان د پټو جاسوسي شبکو د فعاليت پلټنه کوي

امريکايي سرتېري افغانستان کې
Image caption قرارداديانو د هغو شکمنو ترهګرو په اړه مالومات راټولول، چې د ترهګريزو بريدونو شک پرې کېده.

د امريکا دفاع وزارت وايي د هغې پټې جاسوسي ډلې پلټنه به وکړي، چې له دفاع وزارته يې افغانستان او پاکستان کې د پټې جاسوسۍ لپاره پيسې اخيستې دي .

د پنتاګان يوه وياند ويلي : " دې مسالې يو لړ داسې پوښتنې راپورته کړې، چې ځواب نه لري، او دفاع وزارت به يې په اړه هراړخيزه پلټنه وکړي ."

د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په يوه راپور کې ويلي وو چې مايکل فورلانګ په افغانستان او پاکستان کې د وسله والو د څارلو او څرک لګولو لپاره يوشمېر قرارداديانو ته پيسې ورکړې وې .

ورځپاڼه کاږي په دې طريقه د جاسوسي پټو کړنو لپاره د قرارداديانو په پيسو ګمارل يو نامشروع کار دی .

په رپوټ کې راغي داسې باور کېږي چې فورلانګ له دفاع وزراته د دې کار د ترسره کولو لپاره له ځانګړې شوې بوديجې پيسې اخيستې وې .

دغه امريکايي ورځپاڼه ليکي چې فورلانګ له 2008 کال راپدېخوا د 22 ميليون ډالرو د قرارداد مسؤول و .

د ورځپاڼې په وينا، نوموړي دنده درلوده چې د جاسوسي شبکې په وسيله د قبايلو په کولتور ځان پوی کړي او افغانستان کې او قبايلي سيمو کې د وسله والو د خوځښت څرک ولګوي او په اړه يې مالومات راټول کړي .

ورځپاڼې په خپل رپوټ کې ويلي چې فورلانګ ځينې هغه قرارداديان په پيسو ګمارلي ول، چې د ځانګړو امنيتي شرکتونو لپاره يې کار کاوه، چې په اصل کې ټولو د امريکا د استخباراتي ادارې (سي آی اې) او د ځانګړو امريکايي ځواکنو د ګټو لپاره کار کاوه .

له دې سره قرارداديانو هڅه کوله چې استخباراتي مالومات راغونډ کړي او خپلې پيسې نغدې کړي .

د دوی دا دنده وه هغه شکمن ترهګر وڅاري چې له وسله والو سره خواخوږي او راشه درشه لري .

په رپوټ کې راغلي قرارداديانو هغه کسان هم څارل، چې د وسله والو لخوا په بېلابېلو سيمو کې د استخباراتي مالوماتو د راغونډولو لپاره ګمارل شوي وو .

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د امريکايي چارواکو له خولې ويلي وروسته له هغه چې د پنتاګان چاروکي پوی شول چې د دې کار لپاره د پنتاګان له بوديجې پيسې لګول کېږي، د هغو پټو نارسمي جاسوسي شبکو د بندېدو امر شوی، چې فورلانګ يې مشري کوله .

ورته مطالب