پاکستان : څارگرو الوتکو لس کسه وژلي

بې پېلوټه الوتکه
Image caption بې پېلوټه الوتکو په وزيرستان کې خورا ډيرې حملې کړي چې ځينو يې د طالبانو مهم کسان ووژل

پاکستاني چارواکي وايي په قبايلي سيمه شمالي وزيريستان کې د امريکايي څارګرې الوتکې په برېد کې لږ تر لږه لس تنه وژل شوي او پنځه نور ټپې شوي.

د اطلاعاتو تر مخه دوو امريکايي جاسوسي الوتکو د دته خېل په زوا غر سيمه کې له ادعاو سره سم د وسلوالو په مرکز درې توغندي توغولي.

دته خېل د شمالي وزيريستان مرکز ميران شاه لويديځ ته پنځوس کلو مېټره لرې د افغانستان پولې ته نژدې پرته سيمه ده.

چارواکي وايي د وژل شويو وسلوالو تعلق په شمالي وزېرېستان کې د حافظ ګل بهادر په مشرۍ د طالبانو د ډلې سره دى.

ويل کېږي په بريد کې ځينې غيرملکي وسلوال چې دقيقه شمېره يې نه ده معلومه هم وژل شوي .

ځايي اوسيدونکي وايي د دويم بريد د ويرې تر دوه ساعته پورې څوک هم د پېښې ځاى ته نه ورتلل.

جاسوسي الوتکې

وړاندې داسې پېښې مخې ته راغلي چې امريکايي الوتکو هغه خلک چې د لومړي برېد وروسته د مړو روايستلو په کار بوخت و په نښه کړي.

عېني شاهدان وايي د وسلوالو په مرکز دبريد وروسته بيا هم جاسوسي الوتکې په هوا کې لېدل شوي چې ورسره په خلکو کې وېره خپره شوه.

په دې وروستو کې په جنوبي او شمالي وزېرېستان کې په امريکايي بريدنو کې زياتوالى راغلى.

پاکستان په قبايلي سېمو کې د امريکايي برېدونو خلاف دى او وايي چې دغه برېدونو کې زېات عام خلک په نښه کېږي.

په شمالي وزېرېستان کې تازه بريد په داسې وخت کېږي چې د پاکستان پوځ ادعاکوي چې په جنوبي وزېرېستان کې د اورپکو پرضدد دوى عمليات بريالي و.

هم په همدې حال کې د پاکستان د پوځ وياند جنرال اطهر عباس د رسينو سره په تازه څرګندونو کې ويلي چې وسلوال ګاونډي هېواد افغانستان ته اوړيدلي.

هغه په افغانستان کې د ناټو له مېشتو ځواکونو غوښتي چې د پولې امنيت ټينګ کړي او د وسلوالو مخه ډب کړي.

بله پېښه

د يو بل خبر له مخې د سرحد حکومت په مرکزي ښار پېښور کې د روانې مېاشت په پنځوېشتمه کېدونکې ملي لوبې ځنډولي دي.

د سرحد د کلتور او لوبو وزير سيد عقل شاه خبريالانو ته وويل چې دغه پرېکړه په سيمه کې د خرابې امنېتي وضع له کبله شوې ده.

نوموړي زېاته کړه ملي لوبې به اوس د دسمبر په مېاشت کې کېږي.

ېاده دې وي چې تېر کال د نومبر په مېاشت کې په پېښور کې کېدونکې ملي لوبو کې چاودنه وشوه چې يو شمير خلکو ته يې مرګ ژوبله اړولې وه.

ورته مطالب