د اسامه لور له تهرانه دمشق ته رسېدلې ده

اسامه بن لادن
Image caption د ۲۰۰۱ کال د سپمبر د ۱۱مې له بريدونو وروسته د اسامه بن لادن د کورنۍ ۱۸ غړي تيت پرک شول، او هېچا يې څرک نه شوای لګولی.

ايراني چارواکو د اسامه بن لادن يوې لور ته، چې په ايران کې اوسېده، اجازه ورکړې چې د سوريې دمشق ښار ته سفر وکړي .

دا خبر د الشرق الاوسط يوې عربي باوري ورځپانې کړې ده .

د ورځپاڼې په وينا د ايراني چارواکو تر اجازې ورکولو وروسته د اسامه بن لادن لور دمشق ته رسېدلې ده .

ورځپاڼې ويلي چې د اسامه لور له تېرو کابو څلورو مياشتو راهيسې په تهران کې د سعودي په سفارت کې وه .

په رپوټ کې ويلش وي چې د ايمان په نامه د اسامه لور د تېرې پنجشنبې په ورځ د سوريې پلازمېنې دمشق ته له تهرانه د يوه سوداګريز سفر په هدف رسېدلې ده .

الشرق الاوسط ليکي چې د ايمان مور نجوی الغانم، چې د سوريې اوسېدونکې ده، د القاعده ډلې د مشر اسامه بن لادن لومړۍ ښځه ده.

ورځپاڼه کاږي چې ايمان د سعودي عربستان جنسیت لري، چې له ايرانه د سعودي عربستان د استخباراتي ادارې په همکارۍ وتلې ده.

دغې ورځپاڼې ويلي ۱۷ کلنه ايمان وايي چې په تېر دسمبر میاشت کې وروسته له هغه چې ايراني ساتونکو چندان پام نه ورته کاوه، همدا وو چې له د هغوی له وکلې ووتله، او په تهران کې يې د سعودي عربستان سفارت ته پنا يووړه .

په تېر دسمبر مياشت کې داسې خبرونه هم خپاره شول، چې د بن لادن د کورنۍ ۱۸ غړي چې په ايران کې اوسېدو ته اړايستل شوي ول، د ۲۰۰۱ کال د دسمبر د ۱۱ مې له پېښو وروسته تيت پرک شوي وو، او چا يې څرک نه شوای لګولی .

ويل کېږي چې د بن لادن تر ټولو کوچني ۱۶ کلن زوی بکر ته سوريې ته د تګ اجازه ورکړل شوه .

بکر له تېرو اتو کلونو راهيسې په ايران کې اوسېده .