پاکستان: ''د ترهګرو خوندي پټنځايونه به پرېنږدو ''

شاه محمود قریشي
Image caption ښاغلي قريشي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا له طالبانو سره کومې خبرې اترې پيل شوې، وويل، تر اوسه نه دي پيل شوې، خو افغان ولسمشر حامد کرزي د سولې د راتلونکې جرګې په اړه له پاکستانه د پوره همکارۍ غوښتنه وکړه .

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي هېواد به يې د ترهګرو خوندي پټنځايونه له منځه يوسي او اورپکي به له دغه هېواده وتلو ته اړباسي .

ښاغلي قريشي دغه څرګندونې يوه ورځ وروسته له هغه کړې، چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخواني ځانګړي استازي کای ايده په دې وروستيو کې د پاکستان لخوا د يوشمېر طالب مشرانو پر نيولو نيوکه کړې وه .

نوموړي ويلي وو: ''طبعاً ما د طالبانو له مشرانو سره کتلي دي . ما د طالبانو له مشرانو سره هغه مهال کتلي چې په افغانستان کې وم . ما په خپله پر دې ټينګار کاوه، او د هغې دندې له مخې چې موږ تر سره کوله زما لپاره هېڅ بل څه د فکر وړ نه وو . ''

شاه محمود قريشي ويلي دوی نه پوهېږي چې کای ايډه ولې داسې څرګندونې کړې دي .

کای ايده ويلي وو د پاکستان لخوا د طالب مشرانو د نيولو لړۍ له طالبانو سره د سولې په اړه د ملګرو ملتونو پر خبرو منفي اغېز کړی .

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي د طالبانو د تحريک دويم جګپوړی مشر ملا عبدالغني برادر د نړيوالو مطلوبو کسانو په لېست کې و، همدا لامل وو چې پاکستان هغه ونيوه .

ښاغلی قريشي وايي ملابرادر نه يوازې د پاکستان د استخباراتي ادارې لخوا نيول شوی، بلکې په دې کار کې د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې نړيوال ځواکونه او څارګرې ادارې هم ورسره شريکې وې .

شاه محمود قريشي ويلي پاکستان تل هڅه کوي چې افغانستان کې د سولې پروسې ته لاره هواره کړي او تل د دې تګلارې ملاتړی دی .

نوموړي ويلي کله چې پاکستان ته افغان ولسمشر حامد کرزی راغلی و، د طالب مشرانو پر نيولو يې هېڅ نيوکه ونه کړه .

دی وايي چې حامد کرزي له پاکستانه د ترهګرو د نيولو په برخه کې ټينګار وکړ او له پاکستانه يې په دې لړ کې همکاري وغوښته، او پاکستان هم خپله ژمنتيا ورسره وښوده .

شاه محمود قريشي وويل په خپل هېواد کې به د ترهګرو ډلو هېڅ پټنځايونه پرېنږدي او ځمکه به پر دوی سور اور کړي :

''پاکستان کې ترهګري ځای نه لري، په دغه هېواد کې د ترهګرۍ او اورپکو پرضد عمليات په درز کې روان دي، چې په دې لړ کې له پاکستان سره نړيواله مرسته مل ده .''

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير وويل تر هغه چې د پاکستان خلکو د سولې او ارامۍ ساه نه وي اخيستې، دوی به د ترهګرۍ ضد مبارزه جاري وساتي.

ده وويل د پاکستان د څارګرې ادارې آی اېس آی د مشر په وينا، پاکستان او افغانستان کې د طالبانو پرخلا ف عمليات د دې لامل شوي، چې القاعده او اورپکي ځانونه پټ او يا له سيمې وتښتي .

ښاغلي قريشي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا له طالبانو سره کومې خبرې اترې پيل شوې، وويل، تر اوسه نه دي پيل شوې، خو افغان ولسمشر حامد کرزي د سولې د راتلونکې جرګې په اړه له پاکستانه د پوره همکارۍ غوښتنه وکړه .

ورته مطالب