سهيل سعيد، د تښتوونکو له دوزخ ژغورل شوی پنځه کلن ماشوم

Image caption د سهيل مور عقيله نقَّاش بيا وايي چې په ټول ژوند کې دومره ترخې ورځې نه وې پرې راغلې، لکه هغه چې زوی يې له سترګو تری تم شوی و، او دا دی يوځل بيا يې د زړه ټوټه د هغې په وينا د "تښتوونکو له دوزخه" راويستله .

پاکستانی الاصله برتانوی پنځه کلن ماشوم سهيل سعيد د تښتوونکو په منګولو کې له له ۱۲ ورځو وروسته د خپلې مور غېږې ته ورسېد .

هسپانوي پوليسو منلې چې د يوه بريتانوي ماشوم (سهيل سعيد) د خوشي کېدو لپاره څه د پاسه (۱۶۸) ميليون ډالره ورکړل شوي دي .

دغه ماشوم چې پنځه کلن دی د روان مارچ په لومړيو کې د پاکستان پنجاب ايالت په جهيلم کې د خپلې نيا له کوره تښتول شوی و او د سې شنبې په ورځ روغ وموندل شو .

نوموړی هلته له خپل پلار رجا سعيد سره خپله رخصتي تېروله .

د ماشوم پلار ته ويل شوي وو چې پيسې په پاريس کې پر يو سړک وسپاري، چې له هغه ځايه بيا د فرانسې پوليسو دوه شکمن کسان د اسپانيا تر پولو وڅارل .

د اسپانيا پوليسو بيا وروسته د دغه هېواد په ختيځ کې په يو کور کې درې تنه ونيول چې هلته يې يادې شوې ډېرې پيسې هم ورسره وموندلې .

سهيل سعيد ته تښتوونکو څه زيان نه وو رسولی .

د برتانيا او پاکستان سربېره د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د سهيل سعيد د تښتولو پېښې خلک هېښ کړل، دا ځکه چې د تښتوونکې ډلې زياتره غړو د برتانيا، هسپانيا او فرانسې په ګډون د نړۍ نورو هېوادونو ته پښې سپکې کړې وې .

د سهيل سعيد بېرته ستنېدل نه يوازې د هغه د کورنۍ لپاره د خوښۍ خبر و، بلکې د هغه له پيدا کېدو سره هسپانوي او فرانسوي پوليسو د تښتوونکې ډلې پنځه غړي هم ونيول .

د سهيل سعيد پلار رجا سعيد د خپل زوی تر پيدا کېدو وروسته رسنيو ته وويل : "زه اوس له خوښۍ په جامو کې نه ځايېږم، دا دی نن زه له خپل پلار سره دا بې شانه خوښي لمانځم. "

خو د سهيل مور عقيله نقَّاش بيا وايي چې په ټول ژوند کې دومره ترخې ورځې نه وې پرې راغلې، لکه هغه چې زوی يې له سترګو تری تم شوی و، او دا دی يوځل بيا يې د زړه ټوټه د هغې په وينا د "تښتوونکو له دوزخه" راويستله .

خو په پاکستان کې د برتانيا يو سياسي نماينده ادم ټامسن وايي : "زه چې دوی ته ګورم دا زما لپاره يوه ډېره اغېزناکه او تر اندازې ډېره عاطفي شېبه ده."

Image caption کله چې پوليس د سهيل له روغتيا او کورنۍ ته د هغه له ستنېدو ډاډمن شول، د هسپانيا پوليسو کونستانتي ته څېرمه د کاتالونيا په تاراجونا کې د استوګنې يوې ودانۍ ته په زور ورننوتل او هلته يې دوه پاکستانيان او يوه روماني ښځه ونيول .

څارونکي وايي د ماشوم سهيل تښتونه او بيا د هغه بېرته موندنه څه اسانه کار نه و، خو د نړيوالو پوليسو (انټرپول) او ځينو هېوادونو ګډه همکاري د دې لامل شوه، د تښتوونکو ډله افشا او ځينې غړي يې ونيول شول .

د تښتوونکو په منګولو کې د سهيل د بند د ورځو په اوږدو کې له هسپانيا نه يوه تن د سهيل له مور سره پر تيلې فون خبرې وکړې، چې ګني مانچيستر ته دې ولاړه شي، او بيا دې د فرانسې پلازمېنې پاريس ته مخه کړي، او که د خپل زوی بېرته ليدل غواړي، نو له ځانه سره دې غوښتل شوې پيسې هم يوسي .

په دې اثناء کې هسپانوي چارواکو انټرپول وهڅول چې د تښتوونکې ډلې پل پسې واخلي او هغوی سم وڅاري .

خو برتانوي پوليسو ويلي وو چې ګني تښتوونکو ته د سهيل د کورنۍ لخوا د پيسو ورکولو زمينه دوی برابره کړې وه .

او په پاريس کې فرانسوي پوليسو د سهيل ۲۸ کلن پلار رجا سعيد له لېرې څاره، چې د ښار د يوه واټ پر سر يې تښووتکې ډلې ته پيسې ورکولې .

له هغه وروسته فرانسوي پوليسو د تښتوونکې ډلې او له پيسو د بار موټر پل پسې واخيست ، تر هغه چې د هسپانيا پولې ته ورسېدل، او له هغه وروسته د څار چاره هسپانوي پوليسو پر غاړه واخيسته.

کله چې پوليس د سهيل له روغتيا او کورنۍ ته د هغه له ستنېدو ډاډمن شول، د هسپانيا پوليسو کونستانتي ته څېرمه د کاتالونيا په تاراجونا کې د استوګنې يوې ودانۍ ته په زور ورننوتل او هلته يې دوه پاکستانيان او يوه روماني ښځه ونيول .

درېواړو له تښتوونکو سره لاس درلود .

په نوموړې ودانۍ کې پوليسو يو کمپيوټر او ګرځنده تيلې فونونه وموندل، چې تښتوونکو ګټه ترې اخيسته .

هسپانوي پوليس همداراز د تښتوونکو دوه هغه غړي هم ونيول، چې پاريس ته د پيسو د ترلاسه کولو لپاره تللي ول .