واشنګټن کې د جګړې پرضد لاريونونه وشول

واشنګټن کې د جګړې خلاف لاريون
Image caption واشنګټن کې د جګړې پرضد لاريونونه وشول

د امريکا په واشنګټن کې زرګونه لاريون کوونکو له افغانستان او عراقه د امريکايي ځواکونو د وتلو غوښتنه کوله .

امريکايي پوليسو د لاريون په پای کې اته کسان وروسته له هغه ونيول، چې د سپنې ماڼۍ د دروازې مخې ته يې يوه مجسمه کښېښوده.

په نيول شوو کې يوه هم په عراق کې د جګړې يوه مخالفه مېرمن سيندي شيهانه وه .

شيهان چې په ۲۰۰۴ کال کې يې د عراق په جګړه کې زوی وژل شوی و، نارې وهلې چې - "د روانې جګړې مجرم ونيسۍ" .

د نوموړې له خبرې موخه د امريکا ولسمشر بارک اوباما و .

د لاريون تر پای ته رسېدا وړاندې شيهان وپوښتل: "له دې جنګي مجرم سره چې په سپينه مانۍ کې اوسېږي، هاني مون پای ته ورسېده. "

د نوموړې دا نارې د لاريون کوونکو په چکچکو ولمانځل شوې .

په عراق کې د جګړې يوه مخالف رالف نادر سپينۍ ماڼې ته څېرمه په لاوايټ بڼ کې لاريون کوونکو ته په وينا کې وويل اوباما د خپل مخکېني ولسمشر بوش پر ګامونو پل اېښی، که موږ د هغه په اړه "برعکس سوچ وکړو" دا به ناهوښيارانه فکر وي .

نادر زياته کړه: "هغه (اوباما) د ګوانتانامو زندان بند نه کړ، بلکې د هغه تړل يې تر يوه ناڅرګند وخته وځنډول .

يوه لاريون کوونکي وويل :"زما پيغام امريکا او ناټو ته دا دی چې تاسې سوله راوستونکي نه، بلکې ستونزې پيدا کوونکي ياست، همدا اوس له افغانستانه ووځۍ."

له ميرل لېنډ ايالت نه شيرلي الن بيا يو شعار ورسره لېږداوه، چې پرې ليکل شوي وو: "موږ له تا سره مينه لرو، خو خو دا ويل درته غواړو چې ستا لاسونه هم په وينو سره دي، له جګړې لاس واخله ."

الن باور کوي چې اوباما جنګي مجرم دی که څه هم جګړه د حل لاره نه ده، خو هغه له خپله حده پښې غځولې دي .

بل خوا په لاريون کې د امريکا د عدليې پخواني وزير رامزي کلارک د عدليې له اوسني وزير نه غوښتنه وکړه چې د عراق په جګړه کې ښکېل او مجرمين د محاکمې مېز ته راکش کړي .