ايران، دغلته د اسامه د لور شتون ومانۀ

اسامه بن لادن
Image caption د بن لادن د نورو خپلوانو په اړه د ايران تلوېزيون له ښاغلي متکي څخه پوښتنه ونه کړه .

نوموړي چې پر دولتي تلوېزيون يې خبرې کولې و ويل دی نه پوهېږي چې نوموړې څنگه ايران او بيا د سعودي عرب سفارت ته ورغلې ده .

ښاغلى متکي وايي تر دې وړاندې چې هغې ته د ايران د پرېښودو اجازه ورکړ شي د هغې د پېژندنې ثبوت بايد وشي :

(( هغه کولاى شي چې د شناخت د ثبوت يا هم د سفر پاڼې په وړاندې کولو سره ايران پرېږدي . په دې وروستېو کې د بهرنېو چارو د وزارت او د سعودي د سفارت ترمنځ په دې تړاو خبرې شوې دي . موږ تراوسه په دې باوري نه يو چې هغه د بن لادن لور ده ، يواځې سفارت دا خبره کړې ده . ))

په تېرې اوړنۍ کې په راپورو کې راغلي ول چې ايمان بن لادن په تهران کې د خپلو ساتونکو له تېريستلو سره د سعودي سفارت ته ورغلې ده .

په دغو راپورونو کې راغلي ول چې د اسامه بن لادن څو اولادونه او خپلوان چې اته کاله وړاندې له افغانستان څخه ايران ته ورغلي ول د ايراني حکومت په توقيف کې دي .

د بن لادن د نورو خپلوانو په اړه د ايران تلوېزيون له ښاغلي متکي څخه پوښتنه ونه کړه .

د بن لادن د کورنۍ ځينې غړي په افغانستان کې د امريکا تر تېري وړاندې هلته اوسېدل .

د روان کال په پيل کې امريکايي چارواکو ويلي ول چې د بن لادن يو زوى چې د راپورونو له مخې په ايران کې اوسېدو او بيا پاکستان ته تللى وو هلته د امريکا د توغنديو په بريد کې و وژل شو.