ګېټس: د پاکستان اتوم خوندي دی

نوموړي ويلي واشنګټن چمتو دی چې د پاکستان د اتومي وسلې د خونديتوب لپاره له دغه هېواد سره مرسته وکړي .

ښاغلي ګېټس چې له سي بي اېس تلوېزيوني چينل سره خبرې کولې، وويل واشنګټن او اسلام اباد لاهم له يو بل سره ښه اړيکي لري، او هېواد يې د تېرو څو کلونو په اوږدو کې د پاکستان د اتومي وسلې د خونديتوب په موخه له پاکستانيانو سره لازمې مرستې کړې دي .

پاکستان چې په ١٩٩٨ کال کې د اتومي وسلو د بنديز تړون لانه وو لاسلیک کړی، يو لړ اتومي ازمېښتونه وکړل .

باور کېږي چې پاکستان تر شپېتو ډېرې اتومي وسلې لري .

د تېر اکتوبر په مياشت کې د امريکا کانګرېس په يوه څېړنه کې ويلي چې ښايي د پاکستان اتومي وسله په خطر کې وي .

د کانګرېس په رپوټ کې راغلي وو، پر نيويارک او واشنګټن د ٢٠٠١ کال د سپتمبر د يوولسې له پېښو وروسته د پاکستان پخوانی ولسمشر پروېز مشرف اړ شو چې اتومي وسلې بېلابېلو شپږو ناڅرګنده ځايونو ته ولېږدوي .

بل خوا د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن ويلي وروسته له هغه چې په سږني کال کې ترهګرۍ پاکستان ډېر زيانمن کړی، اوس د ترهګرۍ پرضد د پاکستانيانو دريځ سخت شوی دی .

آغلې کلنټن دا څرګندونې د سي بي اېس تلوېزيوني چنيل سره کړې دي .

نوموړې ويلي دا دريځ وروسته له هغه پياوړی شو، چې يو شمېر پاکستاني ترهګرو ډلو د پاکستان مشرتابه وګواښله .

امريکايۍ وزيرې دا خبره له امکانه ليرې وبلله چې ګني په وينا يې د ترهګرو ډلو مشران دې له تاوتريخوالي لاس واخلي او د سولې لار دې غوره کړي .