پاکستان: له ډاکټر قدیرخان نه به پوښتنې ګروېږنې وکړو

ډاکټر عبدالقدير خان
Image caption ښاغلی خان د ۲۰۰۴ کال له فبرورۍ مياشتې راهيسې جبراً په خپل کور کې کلابند دی .

پاکستان وايي د محکمې په امر سره به له اتوم پوه عبدالقدير خان څخه د هغه تور په اړه پوښتنې ګروېږنې وکړي، چې ويل کېږي د اټومي ټيکنالوجۍ په اړه يې ايران او عراق ته مالومات ورکړي دي.

يوه پاکستاني حکومتي مدافع وکيل د دوشنبې په ورځ ويلي محکمې ته يې د هغه څه وړانديز کړی، چې غواړي له ښاغلي خان څخه پوښتنې ګروېږنې وکړي .

اوس پاکستان د محکمې امر ته انتظار دی، چې له خان څخه د پلټنو اجازه ورکړي .

دغه ګام داسې مهال پورته کېږي چې د امريکا او پاکستان ترمنځ دوه اړخيزه ستراتيژيکو خبرو اترو ته ايله څو ورځې پاتې دي.

ټاکل شوې چې پاکستان به له متحده ايالتونو سره د سوله ييزه موخو لپاره په اتومي برخه کې يوه معامله لاسليک کړي .

تر هغه وړاندې هند له امريکا سره د اتومي راکړې ورکړې په برخه کې هم يوه پرېکړه لاسليک کړې وه .

د تېر کال په اګست مياشت کې په لاهور کې سترې محکمې هغه وړانديز ونه مانه، چې پر عبدالقدير خان دې لګول شوي بنديزونه ليرې کړای شي .

ښاغلی خان د ۲۰۰۴ کال له فبرورۍ مياشتې راهيسې جبراً په خپل کور کې کلابند دی .

نوموړي هغه مهال د تلوېزيون پر پرده دا ومنله چې ګني په اويايمه لسيزه کې يې ليبيا، ايران او شمالي کوريا ته د اتومي ټيکنالوجۍ په اړه مالومات ورکړي دي .

که څه هم د پاکستان پخواني ولسمشر پروېز مشرف د ښاغلي خان د بخښلو امر وکړ، خو لاهم هغه کلابند دی .

خو د ۲۰۰۹ کال په فبرورۍ مياشت کې بيا د پاکستان له دغه ستر اتوم پوه څخه ځينې بنديزونه پورته شول .