د نري رنځ ناروغۍ د درملنې لپاره نوې لارې

.
Image caption په پټه او شخصي توګه پلټونکي وايي په دغه پيمانه انکشافات ښيي د ساینس پوهانو د پوهې کچه اوس هغه حد ته رسېدلې، چې څنګه پرې توبرکلوز له منځه يوسي .

ساينس پوهانو رپوټ ورکړی چې د نري رنځ ناروغۍ د درملنې لپاره يې نوې لارې موندلې دي.

د طبيعت د کيمياوي ټيکنالوجۍ په مياشتنۍ کې د برتانوي او امريکايي ساينس پوهانو يوه خپره شوې پلټنه وايي چې د توبرکلوز د باکتريا په منځ کې يې يو داسې څه موندلی چې وده يې ښايي وکولی شي چې خپله د نري رنځ باکتريا له منځه يوسي .

د انتي بايوتيک داروګانو پروړاندې مقاومت د نري رنځ درملنه له ستونزو سره مخامخ کړې ده .

نرۍ رنځ يا ټي بي په نړۍ کې يوه جدي ستونزه ده ، او په هرو درو وګړو کې يې يو تن د دغې ناروغۍ مکروب له ځانه سره لېږدوي .

په ګرده نړۍ کې ۱۳ ميليونه خلک په نري رنځ اخته دي، او هرکال له دې ناروغۍ کابو دوه ميليونه مري .

اوس لويه اندېښنه او تشويش له هغه ډول نري رنځ نه راپيداشوې، چې هغه نژدې د ټولو انتي بايوتيک داروګانو پروړاندې مقاومت کوي، يا په بل عبارت داروګان پرې هېڅ اغېز نه لري .

په نړيواله کچه په ۲۰۰۸ کال کې ۴۴۰ زره تنه په دغه راز نري رنځ اخته شوي وو او اوس د امريکا او برتانيا پلټونوکو د نري رنځ په ژونکه (حجره) کې د ننه داسې کيمياوي مواد موندلي چې ښايي ددې لامل شي چې د توبرکلوز دغه ژونکه په اغېزمنه توګه خپل ځان په خپله ووژني.

پلټونکي باورکوي چې چېرې د دغه عمل د ترسره کولو لپاره داروګان جوړ شي، نو په نري رنځ اخته ناروغان به له لنډۍ وقفه يي درملنې نه ګټه پورته کړي او هم به د داروګانو پروړاندې د مقاومت د پيدا کېدو مرحله په کافي اندازې شاته وغځول شي.

پلټونکي داهم وايي چې له دې لارې د داروګانو جوړول به ښايي ډېر وخت واخلي .

په برتانيا کې د جان اېنز انستېتيوت ډاکټر سټيفن بارن من چې په دې برخه کې يې پلټنه کړې، وايي :

((حقیقت دا دی چې دا د موخې يا هدف د اساسي برخې موندنه ده، بل ګام به دا وي چې موږ واړه ماليکولونه کشف کړو، ښايي دا بهير ډېر کلونه وخت واخلي، ډېر کسان په دې اند دي چې ښايي په منځني ډول تر لسو کلونو زيات وخت به واخلي، خو له شک پرته دغه پانګونه د هغو لپاره چې په نړۍ کې له نري رنځه کړېږي، پرځای او ښه پانګونه ده .))

په پټه او شخصي توګه پلټونکي وايي په دغه پيمانه انکشافات ښيي د ساینس پوهانو د پوهې کچه اوس هغه حد ته رسېدلې، چې څنګه پرې توبرکلوز له منځه يوسي .

خو په دې برخه کې يوه لويه ستونزه شته، هغه دا چې د دارو جوړولو د لویو شرکتونو له پلوه دغه شرکتونه د نوو دارو جوړولو له پروسې سره لېوالتيا نه ښيي، او نه هم د نري رنځ د ناروغانو په غم کې دي، دا ځکه چې د نري رنځ زياتره ناروغان د نړۍ له بې وزلې او غريبې برخې څخه دي .

ورته مطالب