چين او افغانستان نېغه سوداګريزه لاره پرانيزي

چين
Image caption د چين او افغانستان ترمنځ د صادراتو او وارداتو کچه ميليونونو ډالرو ته رسېږي چې لوېه برخه يې افغانستان واردوي.

د سوداگريزو اړيکو پراختيا، د عينکو په کان د کار پيلېدل او د افغانستان او چين ترمنځ د مستقيمې لارې پرانستل هغه مهم موضوعات دي چې په وروستيو کې د افغان او چينايي چارواکو ترمنځ پرې خبرې شوي دي .

د بهرنيو چارو وزيرډاکټر رنگين دادفر سپنتا له چينايي چارواکو سره خبرې مهمې بللي او هيله يې ښوولې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د نوې مستقيمې لارې پر پرانستو سروې پيل کړي .

د هر اړخېزو اړېکو پراختيا، د افغانستان د بېارغونې په برخه کې د چين د فعاليتونو زياتوالى، د سوداگريزو مالونو لېږد، د عينکو د مسو په کان د کار پيلول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د کمېسيونونو جوړول د چين او افغانستان ترمنځ د وروستيو شويو خبرو اصلي ټکي دي .

د افغانستان د بهرنېو چارو وزير رنگين دادفرسپنتا وايي د خبرو په پايله کې هغه ٧٥ ميليونه ډالر چې چين افغانستان ته د پور په ډول ورکول، د بلاعوضه مرستې په توگه اعلان شول :

د ټاکنو پروسه

'' ٧٥ ميليون ډالر چې ټاکل شوې وه چين به يې افغانستان ته د پور په ډول ورکړي په بلاعوضه مرستې بدل شو چې په دې اړه يو تفاهم ليک هم لاسليک شو، پرته له دې چينايانو د افغانستان له بېلا بېلو پروژو سره اته ميليونه ډالر بلاعوضه مرسته کړې او پنځه سوه زره ډالر يې د افغانستان د ټاکنو له پروسې سره مرستې کړې. په واقعيت کې موږ له چين سره د نژدې ٨٥ ميليونه ډالرو مرستو موافقنامه لاسليک کړه .''

د چين او افغانستان ترمنځ د صادراتو او وارداتو کچه ميليونونو ډالرو ته رسيږي چې لوېه برخه يې افغانستان واردوي .

د افغانستان او چين ترمنځ د ورېښمو په لار د سوداگرۍ د لارې پرانستل له هغو موضوعاتو ده چې د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو او د بهرنيو چارو د وزيرانو په کچه لا له وړاندې څو ځله مطرح شوې ده .

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي په دې اړه يې له چينايي چارواکو سره خبرې کړې او ټاکل شوې چې ددغې لارې د پرانستلو د ارزونې سروې پيل شي :

'' موږ د افغانستان او چين ترمنځ د يوې مستقيمې لارې د پرانستو په سر خبرې وکړې. افغانستان غواړي چې د واخان لار پرانستل شي او د افغانستان ، چين او منځنۍ اسيا خلک تر فارس خليج او بحر هند پورې په حرکت کې وي چې دا د افغانستان له غوښتنو څخه وه. خوشبختانه چينايانو دې غوښتنې ته هرکلۍ ووايه او ډېر ژر به ددغې لارې د پرانستو لپاره ابتدايي سروې پيل شي .''

په دې وروستېو کې د چين او افغانستان ترمنځ د سوداگريزو اړيکو هڅې تېزې شوي او چين څو مياشتې وړاندې د افغانستان نژدې ٣٠٠ قلمه صادراتي مالونه له گمرکي تعرفي معاف کړل .

افغان سوداگرو د چين د دغه گام هرکلی کړى او له افغاني صادراتي مالونو يې د گمرکي تعرفې معاف کول د افغانستان د اقتصادي پرمختگ لپاره يو نېک گام بللى دى .

د چين او افغانستان ترمنځ د صادراتو او وارداتو کچه ميليونونو ډالرو ته رسيږي چې لوېه برخه يې افغانستان واردوي .