د پاکستان لوی له امريکا سره ستراتيژيکې خبرې اترې پيل کړې

مايک مولن او اشفاق کياني
Image caption دواړو پوځي مشرانو افغانستان کې د بنسټګرۍ پرضد د ګډې مرستې پر سر خبرې کړې وې.

د پاکستان لوی درستيزجنرال اشفاق کياني د خبرو په موخه امريکا ته تللی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو خبرو اترو يوه برخه بلل کېږي.

جنرال اشفق کياني د امريکا له دفاع وزير رابرټ ګېټس او د لویو درستيزانو د ګډې جرګه ګۍ له مشر مايک مولن سره کتلي دي .

د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتيژيکې خبرې به پوره يوه اوونۍ وخت واخلي.

د امريکا دفاع وزارت په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې : "له رابرټ ګېټس او اميرالبحر مايک مولن سره د ښاغلي کياني ليده کاته تر ډېره پر ګډه دفاع کولو راغونډ وو، خو په ټوله کې د دوادو هېوادونو ترمنځ د يوې هراړخيزه اوږدمهاله ستراتيژۍ موضوع د ليدو کتو د سر ټکی وی ."

وړاندې جنرال کیاني د منځني ختيځ لپاره د امريکايي جګپوړي قوماندان جنرال ډېوېډ پټريس سره کتلي وو .

دواړو پوځي مشرانو افغانستان کې د بنسټګرۍ پرضد د ګډې مرستې پر سر خبرې کړې وې.

جنرال کیاني له ښاغلي پټريس نه دا هم غوښتي وو چې د پاکستان د ننه د اورپکۍ او ترهګرو پروړاندې امريکا له پاکستان سره همکاري وکړي .

ټاکل شوې چې د امريکا د باندينيو چارو وزيره هيلري کلنټن د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي سره وګوري.

ښاغلي قريشي امريکا ته له تګ وړاندې ويلي له امريکا سره به په دې ستراتيژيکو دوه اړخيزه خبرو کې پاکستان کې دا منيت، ترهګرۍ خلاف، اقتصادي همکارۍ او يو لړ نورو موضوع ګانو خبرې وکړې .

ده وويل چې له امريکا سره پاکستان هر راز خبرو ته چمتو دی او هېواد به يې د ولسي خلکو د ژوند په ښه کولو کې پوره هلې ځلې وکړي .

امريکا غواړي چې له پاکستان سره، چې د طالبانو او القاعده پرضد يې خپل نژدې او مهم ملګری بولي، اړيکي لاپياوړي کړي .

بل خوا د امريکا د بهرنيو چارو وزير رابرټ ګېټس ويلي له پاکستاني چارواکو سره به د دواړو هېوادونو د ستراتيژيکو اوږدمهاله اړيکو پر سر مهمې خبرې وکړي .

نوموړي دغه څرګندونې پنتاګان کې له خبریالانو سره په خبري غونډه کې کړې دي .

ده ويلي چې پاکستان کې به د اورپکو پرضد همکاري وکړي .

پاکستان هم لېواله دی چې له امريکا سره خپل اوږده اړيکي وساتي.

تمه کېږي چې د پاکستان او امريکا ترمنځ په دې خبرو اترو کې به پاکستان او افغانستان کې د ترهګرۍ پرضد جګړې په اړه هم خبرې او پرېکړې وشي.

د دغو خبرو اترو په اړه پاکستان کې د امريکا سفير ويلي چې تر دې وړاندې له هېڅ کوم هېواد سره په دې کچه خبرې نه دي شوې .

بل خوا پاکستاني امنيتي چارواکو ويلي دوه شکمن کسان يې نيولي، چې په اسلام اباد کې يې پر شخصي مېلمستونونو او حکومتي ودانيو يې د بريدونو پلانونه جوړ ول .

ورته مطالب