پاکستان: افغاني طالبانو دوه نوي مشران ټاکلي

طالبان
Image caption سياسي شنونکي په د اند دي، کله چې ملا عبدالغني برادر له افغان دولت سره د خبرو تابيا ونیوله، پاکستان يې مخالف وو او بلاخره هغه یې ونیوه، چې خبرو ته لاره هواره نه شي .

د طالبانو مشر ملا محمد عمر د ملا عبدالغني برادر پر ځای دوه نور کسان خپل مرستيالان ټاکلي دي .

دا خبره نن (سه شنبه، د مارچ ۲۳مه، د وري څلورمه) پاکستاني رسنيو خپره کړې ده .

پاکستان د طالبانو د سرچينو په حواله ويلي چې ملا محمد عمر د عبدالقيوم ذاکر او اخترمحمد منصور په نومونو دوه تنه خپل مرستيالان ټاکلي .

ويل کېږي چې عبدالقيوم ذاکر د امريکا په ګوانتانامو زندان کې بند هم تېر کړی او اختر منصور بيا وړاندې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال جګپوړې دنده پرمخ وړله .

د پاکستاني سرچينو په وينا، طالبانو ويلي چې دا کار له دې امله شوی، چې د دغه تحریک د جګپوړي مشر تر نيول کېدو وروسته د تحريک په فعاليتونو کې کومه نيمګړتيا نه شي راتلی .

د دغو نويو ټاکل شوو سلاکارانو په اړه ويل کېږي چې له افغان حکومت سره د خبرو پلويان نه دي، بلکې د افغان دولت او بهرنيو ځواکونو پروړاندې د مقاومت جاري ساتلو ملاتړي دي.

د تقريبآ ۳۰ کلن عبدالقويم ذاکر په اړه ويل کېږي چې د ګوانتانامو له زندانه په ۲۰۰۷ کال کې افغانستان ته وړل شوی، او هلته له يوه کال بند وروسته خوشی شوی، او بېرته د طالبانو له ليکو سره يوځای شوی .

ويل کېږي چې ښاغلی ذاکر د طالبانو په ليکو کې يو منلی سړی دی، چې له همدې امله يې د افغانستان په جنوب کې د طالبانو په بريدونو او فعاليت کې رغنده رول درلود.

تر دې وړاندې د ملا برادر په اړه ويل کېدل چې نوموړي غوښتل له افغان دولت سره د سولې په اړه خبرې وکړي .

سياسي شنونکي په د اند دي، کله چې ملا عبدالغني برادر له افغان دولت سره د خبرو تابيا ونیوله، پاکستان يې مخالف وو او بلاخره هغه یې ونیوه، چې خبرو ته لاره هواره نه شي .

وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخواني ځانګړي استازي کای ايډه هم ويلي وو چې پاکستان د طالب مشرانو په نيولو سره له طالبانو سره د خبرو بهير ته زيان اوښتی دی .

نوموړي ويلي وو چې له طالبانو سره يې پټې خبرې پيل کړې وې، خو طالبانو بيا د ښاغلي ايده دا ادعا رد کړه .